میدان وردګ کې د اوبولګولو شپږ پروژې پلي شوي دي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱ - ۱۱:۲۰
 میدان وردګ کې د اوبولګولو شپږ پروژې پلي شوي دي

۱ کب ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا په روان لمریز کال کې د میدان وردګ ولایت په مرکز او چک ولسوالۍ کې د اوبولګولو شپږ پروژې پلي شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ولید احمدتسل وایي، چې د اوبولګولو دغه پروژې ددې ولایت په مرکز میدان ښار او دغه راز چک ولسوالۍ کې د ۸۴ میلیونه افغانیو په لګښت پلي شوي دي.
میدان وردګ د کرنې رییس وویل: «د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار او ددې ولایت په چک ولسوالۍ کې د اوبولګولو شپږ پروژې پلي شوي، چې درې پروژې یې په مرکز میدان ښار او درې نور یې په چک ولسوالۍ کې دي»
د ښاغلي تسل په خبره په دغو پروژو کې د میدان وردګو لایت مرکز میدان ښآر اړوند د نږدې ۷ کیلو مترو په اوږدوالی د الو ویاله، د څه باندې پنځه کیلومترو په اوږدوالی د اسپ ویاله او د ۱۹۰۰ مترو په اوږدوالی د یتیمکه ویاله شامل دي او دغه راز ددې ولایت د چک ولسوالۍ اړوند د څه باندې دوه نیم کیلو مترو په اوږدوالی د خیر ویاله، د نږدې دوه کیلو مترو په اوږد والی د سفید جوی ویاله او د ۱۷۴۲ مترو په اوږدوالی د سید باري کانال شامل دي.
ولید احمد تسل وویل، چې له دغو پروژو څخه د میدان وردګ مرکز میدان ښار او چک ولسوالۍ ۱۴ زره او ۲۷۸ کورنۍ هر اړخیزه ګټه پورته کوي او ۱۷۶۱ هکټاره ځمکه یې د خړوبولو تر پوښښ لاندې راوستي دي.
د دغو کانالونو رغول ددې ترڅنګ، چې د اوبو د ضایعاتو مخه نیسي د کانالونو تر پوښښ لاندې ځمکو د حاصلاتو د ډېر والي لامل هم کیږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت