میدان وردګو ولایت کې د واټر شیډ جوړولو تړون لاسلیک شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۱۰:۱۹
میدان وردګو ولایت کې د واټر شیډ جوړولو تړون لاسلیک شو

۷ چنګاښ ۱۴۰۰
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د کرنې وزارت د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې (EAST) او ددې ولایت د قلعه ولایت شورا ترمنځ د آبریزې (واټرشېډ) جوړولو تړون لاسلیک شوی دی.
د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، یاد واټر شیډ، چې د کرنې ریاست تر چتر لاندې د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې له خوا جوړېږي، په جوړېدو سره یې د اوبو جذب، د سېلابونو د زیانونو مخنیوی، د سیمې ښکلا او زرغونتیا ته د زمینې برابرولو ترڅنګ خلکو ته کاري فرصتونه هم برابروي.
 دغه راز ددې پروژې له لارې په یاده سیمه کې د مېوه لرونکو او بې مېوې ونو ۶۷۶۸ نیالګي هم کېنول کېږي.
ددې پروژې ټولیز لګښت ۳.۷ میلیونه افغانۍ ده، چې د نړیوال بانک له خوا تمویل او په څلورو میاشتو کې بشپړېږي.
باید وویل شي، چې ددې پروژې په پلي کولو کې د سیمې یوشمېر اوسیدونکو ته د کار زمینه هم برابرېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۰
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د شفتالو ملي کلکسیون لابراټواري ازموینې پیل شوې


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم د مسلکي مسؤلینو له لوري د شفتالو د ملي کلکسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره متریک ټنو څخه. . .

بازگشت