راتلونکې لپاره ساه؛ کابل کې زر نيالګي کېښودل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۱ - ۱۶:۱۳
نفس برای آینده؛ یک‌هزار نهال در کابل غرس شد


۲۱لړم ۱۳۹۸
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دترکيې سفارت او تيکا دفتر په همکارۍ دکابل ښار په مسلم کلا کې زر نيالګي کېښود.
د نيالګيو کېنولو دغه برنامه  "راتلونکې لپاره ساه" تر نوم لاندې دترکيې هېواد له خوا په لاره اچول شوې وه.
دهوا دککړتيا دمخنيوي په پار ترکيه هرکال د نوامبر په ۱۱مه د نړۍ په ۲۶هېوادونو کې۱۱ ميليونه نيالګي ږدي. افغانستان هم ددغو هېوادونو په ډله کې شمېرل کيږي.
 دکرنې وزارت دکرنې اومالدارۍ معينيت مراقبت کوونکی او دبذري تخمونو دتصديق رييس محبوب الله ننګ دنيالګيو کېنولو غونډې ته په وينا کې وويل: "کله چې دپروژې راتلونکې اړخونه ګورو دهغو ننګونو پر وړاندې چې په راتلونکې کې نړۍ ورسره مخکيږي. راتلونکې لپاره دساه پروژه دغوننګونو او ستونزو ته ځواب ورکوونکی دی."
هغه دغه راز وويل: "افغانستان کې دکابل په کچه دنيالګيو کېنولو پروکرام دزرغون کمربند دپروژې ترچترلاندې پلي کيږي. په راتلونکو لسو کالو کې به موږ د ۱۰ زره هکټاره نویو ځنګلونو او شنو سیمو شاهدان یو.»
ښاغلی ننګ وايي، چې په تېرو څوکلونو کې دکابل په کچه په بېلابېلو سيموکي نږدې درې زره هکټاره زرغون کمربند جوړ شوي دي.
په همدې حال کې دترکيې سفارت مستشار آتاسای ايرونګون هم دنيالګيو کېنولو په غونډه کې وويل: "د ۲۰۲۰ام کال راتلونکې لپاره دساه دنيالګيو کېنولو غونډې ته سره راټول شوي يو ټاکل شوې، چې زرنيالګي کېښودل شي."
ښاغلی ايرونکون زياته کړه هيله ده، چې هرکال دنيالګيو په اېښودو سره ياده سیمه په يوځنګل بدل او دکابل هواتازه شي.
په همدې حال کې دتيکا دفتر يا په افغانستان کې دترکيې دپراختيايې ادارې رييس ذوهتوچال وويل، چې نن دترکيې په ۸۱ښارونو ۹۱۱ولسواليو او دنړۍ په ۲۶ هېوادونو کې نیالګي اېښودل کيږي، تيکا په ۲۱هېوادونو کې ۱۱ ميليونه نيالګي

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
Background image

پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې په روان کال کې د دې ولایت د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو حاصلات ډېر شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په روان کال کې له دې ولایت څخه له ۲۰۴۰ متریک ټنه زیات دګیلاسو حاصلات ترلاسه شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۱۱
Background image

د وچکالۍ پر وړاندې د اسلامي امارت عملي ګامونه؛ روزګان کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د چک ډېم چارې پیل شوې

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځانګړې بودیجې په لګښت د روزګان ولایت د ترینکوټ اړوند د ناقیل په سیمه کې د اوبو د مهار او د وچکالۍ د. . .

بازگشت