دهلمند په بهرامچې ولسوالی کې ۵۰۰ تنو بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه
۱۱ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم عبدالرحمن په هڅو او لارښوونې، د بهرامچې ولسوالی ۵۰۰ تنو بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه.
د یاد پروګرام موخه د کرنیزو محصولاتو د کچې لوړول، د اصلاح شویو تخمونو دودول، د بزګرانو ملاتړ او د غنمو د حاصلاتو زیاتوالی دی.
د یادو تخمونو په وېش سره به بزګران وکولای شي د اصلاح شویو تخمونو په کارولو سره خپل کرنیز تولیدات ښه او د غنمو د حاصلاتو په زیاتوالي کې ونډه واخلي.
د هلمند د کرنې ریاست مشرتابه د بزګرانو د ملاتړ، د کرنې د ودې او د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي په موخه د ورته پروګرامونو د دوام ډاډ ورکوي.
