د کونړ دکرنې ریاست: خاص کونړ ولسوالۍ کې د سکاونو موسسې له لوري د چرګانو د وېش پروګرام  پلی شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
د کونړ دکرنې ریاست: خاص کونړ ولسوالۍ کې د سکاونو موسسې له لوري د چرګانو د وېش پروګرام  پلی شو

۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍ـ.ش
‏۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍ـ.ق
د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ په کچه د سکاونو موسسې له لوري د چرګانو د وېش بهیر په منظم او رسمي ډول ترسره شو، چې پکې دکونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مشرتابه او تخنیکي پلاوي ګډون درلود.
په یاد پروګرام کې د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد سرور صادق، د مالدارۍ خدماتو او د څارويو د روغتيا محترم آمر سید احمد ګل هېوادمل، د پلان او برنامو عمومي مدیر موسی نورزی، د ریاست مشاور سید حفیظ الله سادات او ورسره مل تخنیکي پلاوي ګډون کړی و.
د سکاونو موسسې له خوا د خاص کونړ ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې څلور محلي ټولګي جوړ شوي وو، چې په هر ټولګي کې ۱۵ تنه زده‌کوونکي شامل وو. یادو ګډونوالو ته د چرګانو د روزنې، ساتنې، تغذیې او روغتیا په برخه کې اړینې نظري او عملي روزنې د اړونده استاد له لوري وړاندې شوې وې.
د پروګرام په ترڅ کې هر زده‌کوونکي ته ۱۵ عدده چرګان، دوه د اوبو لوښي، دوه د دانې لوښي، د هګیو د راټولولو وسایل او ۵۰ کیلو ګرامه دانه ووېشل شوه.
یاد پروګرام د مالدارۍ د ودې، د کورني اقتصاد د پیاوړتیا او د خلکو د عاید د لوړولو په موخه تطبیق شوی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت