د کندهار دکرنې ریاست؛ د ارغستان سردرې چکډېم د اوبو زیرمې پیاوړې کړې او د خلکو ستونزې یې راکمې کړې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۴۴
د کندهار دکرنې ریاست؛ د ارغستان سردرې چکډېم د اوبو زیرمې پیاوړې کړې او د خلکو ستونزې یې راکمې کړې

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د قدرتي سرچینو آمریت انجنیرانو او د کرنې وزارت مسلکي پلاوي د ارغستان ولسوالی د سردرې سیمې ته د سفر په ترڅ کې او د یاد چکډېم څخه یې نږدې لیدنه او څارنه وکړه.
د کندهار د قدرتي سرچینو آمریت انجنیر نورمحمد همکار وایي، چې د سردرې چکډېم په ۱۴۰۴ کال کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وه او اوس یي د ودانیزو چارو د کیفیت د ارزونې او تضمین په موخه دا څارنیز سفر ترسره شو.
نوموړي زیاته کړه، چې یاد چکډېم په لوړ کیفیت او معیاري ډول جوړ شوی او د سیمې پر اوبو یې مثبت اغېز کړی دی. د دې چکډېم جوړېدو سره سم نږدې کاریزونه او د ځمکې لاندې د اوبو زیرمې پیاوړې شوي دي.
بل لور بیا د سیمې اوسېدونکي هم د دې چکډېم جوړیدو څخه خوښ دي او وایي، چې د چکډېم په جوړېدو سره د اوبو کمښت تر ډېره حل شوی او د کرنیزو فعالیتونو لپاره مناسب شرایط برابر شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د ارغستان ولسوالی د سردرې چکډېم د ۱۴۰۴ کال په اوږدو کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په لګښت، د کرنې وزارت د پراختیایي بودجې له لارې جوړه شوې وه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت