د کندهار ارغنداب ولسوالی کې پر سلګونو اړمنو کورنیو د لبنیاتو او تازه محصولاتو پروسس توکي ووېشل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۱:۲
د کندهار ارغنداب ولسوالی کې پر سلګونو اړمنو کورنیو د لبنیاتو او تازه محصولاتو پروسس توکي ووېشل شول

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اسلامي هوساینې (اسلامیک ریلیف) ادارې په همکارۍ ، د یوې روڼې او شفافې پروسې له لارې د کندهار د ارغنداب په ولسوالی کې ۲۰۰ بیوزلو کورنیو ته د لبنیاتو او تازه محصولاتو د پروسس اړین توکي ووېشل شول.
په دغو وېشل شویو توکو کې ۱۴ قلمه اړین توکي شامل وو، چې هرې کورنۍ ته د ګاز ډبه، بخاري، شلومبو غړکه، پنځه فلزي دیګونه، د تازه مېوو جوسر، د شېدو دوه لوښې، دشېدو فلټر، د سبو د مینځلو لوښې، چړې، د سبو پرې کولو تخته، دوه کفګیرونه، قاشوقې او درې متره ټوکر ورکړل شوي دي.
د دې مرستې موخه د اړمنو کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کول، د لبنیاتو او سبو د پروسس له لارې د هغوی د عایداتو زیاتوالی، د خوراکي توکو د ضایع کېدو مخنیوی او د بزګرانو او مالدارانو اقتصاد ته وده ورکول دي.
د یادونې وړ ده، چې په نږدې راتلونکو ورځو کې به د کندهار د کرنې ریاست په هڅو او د اسلامي هوساینې ادارې په همکارۍ، د ارغستان ولسوالۍ ۴۰۰ اړمنو کورنیو ته هم ورته مرستې ووېشل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۲
Background image

کندهار کې د پاکستاني کرنیزو درملو او ګامېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو او د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

د کرنې وزارت مرستیال په کندهار کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ستر چکډېم د جوړولو چارې پرانیستې

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شاولیکوټ. . .

بازگشت