د کرنې وزیر د کندهار له والي سره په کته کې: په کندهار کې د کرنې پر پرمختیا او د پانګونې پر ملاتړ خبرې اترې وکړې

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱ - ۱۵:۲۶
ملاقات وزیر زراعت با والی قندهار: صحبت در مورد انکشاف زراعت و حمایت از سرمایه‌گذاری در قندهار

۲ مرغومی ۱۳۹۸

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی د خپل کار په دفتر کې د کندهار له والي حیات‌الله حیات سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو په کندهار کې د کرنې پر پرمختیا او د پانګونې پر ملاتړ خبرې اترې وکړې.

د سړوخونو جوړول، د «فوموګیشن» یا د صادراتي محصولاتو د تدخین مرکز جوړول، د چرګانو روزنې په برخه کې پانګونه، د خصوصي سکټور پانګونې لپاره د «ترنک» فارم له ځمکو ګټه اخیستنه، ۵۰۰۰ مټریک ټني سړه خونه بیا فعالول چې، مخکې په کندهار کې جوړه شوې وه، په دې لینده کې د کندهار د والي د خبرو اترو محور و.

په دې لیدنه کې دکرنې وزیر نصیر احمد درانی د کندهار والي ته وویل، چې سږکال په کندهار کې د کرنیزو محصولاتو لپاره د «فومو ګیشن» یا تدخین مرکز جوړوو، بڼوالو لپاره ۵۰ ممیزخونې جوړو او دغه راز په کندهار کې د چرګانور روزنې شپږ لوی فارمونه جوړوو.

د کرنې وزیر وویل، د سړوخونو د جوړولو په برخه کې وزارت چمتو ده، چې د ۵۰۰ مټریک ټني سړوخونو ډیزاین د خصوصي سکټور په واک کې ورکړي او په تخنیکي برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.

ښاغلی درانی وویل، په هغه صورت کې چې خصوصي سکټور د قناعت وړ طرح جوړ کړي، د کرنې وزارت چمتوده چې د ښارجوړوني او ځمکو وزارت په همغږۍ ددې وزارت اړونده ځمکې د دوی په واک کې ورکړي.

په کندهار کې د چرګانو حلالولو د ځایونو ایجاد لپاره تخنیکي همکارۍ، په دې لیدنه کې د کرنې وزیر د خبرو بله برخه وه.

ښاغلی درانی له خصوصي سکټور سره ژمنه وکړه، په هغه صورت کې چې د دوی طرحې د قناعت وړ وي او له بهره د محصولاتو د واردولو د کچې د ټېټولو لامل شي، چمتو ده چې له دوی سره هر اړخیزې همکارۍ وکړي.

د کندهار والي د کرنې وزیر د هر اړخیزو همکاریو ستاینه وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۵۵
Background image

کندهار کې د پنبې د پروسس او خوراکي توکو د تولید په برخه کې ستره پانګونه

۱۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار په ولایت کې یو کورني پانګوال د شاوخوا ۵.۴ میلیونه ډالرو په شخصي لګښت د خوراکي توکو د تولید او پروسس په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۲۴
Background image

بلخ ولایت کې د اقلیمي بدلونونو د پوهاوي روزنیز پروګرامونه ترسره شول

۱۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست د بلخ د کرنې ریاست په همغږۍ ددې ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۰:۵۳
Background image

د کندهار په تخته‌پل کې د لوی چکدېم جوړول؛ د سېلابونو د کنټرول او د اوبو د کمښت د کچې ټیټولو په پار اغیزمن ګام

۱۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی د بیانزو کلي اوسېدونکي د اوبو د زېرمه کولو د لوی چکډېم د کار له بشپړېدو هرکلی کوي او دا یې د سېلابونو د. . .

بازگشت