د کرنې وزیر افغانستان لپاره د یواېن او ډي سي له استازي سره وکتل

content_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۱۵:۱
ملاقات وزیر زراعت با نماینده UNODC برای افغانستان

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر افغانستان لپاره له مخدره توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې (UNODC) استازی سیسر ګویډس سره د کرنې په سکټورکې ددې ادارې د همکاریو په هکله خبرې وکړې.
په دې کته کې ښاغلی ګویډس وویل، چې له مخدره توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې اداره (UNODC) په افغانستان کې نړیوالو مارکېټونو ته د خلکو لاس رسی او ټرانزیټ په برخه کې کار کوي. هغه دغه راز وویل، چې یاد اداره په خپل ماموریت کې درې موخې له ډلې د قانون پلي کېدل، جزایي عدالت او د بدیل پرمختیا تعقیبوي.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، له مخدره توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ د یادې ادارې د دوامداره همکاریو غوښتنه وکړه.
ښاغلی ګویډس په افغانستان کې د یواېن او ډي سي د دوامداره فعالیتونو ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت