د کرنیزو زون‌بندۍ د پروژې له چارواکو سره د کرنې وزیرغونډه

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۰ - ۱۳:۵۴
نشست وزیر زراعت با مسوولان پروژه‌ی زون‌بندی زراعتی

۱۰ مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې وزارت د بېلابېلو برخو له چارواکو سره د غونډو د لړۍ په دوام، داځل د کرنیزو زون‌بندۍ د پروژې چارواکو د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي سره غونډه وکړه.
د کرنیزو زون‌بندۍ پروژه د کرنې وزارت د احصایې ریاست تر چتر لاندې فعالیت لري او پلي کوونکی یې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره «FAO» ده. ددې پروژې مالي ملاتړ کوونکی اروپایې ټولنه ده. دیادې پروژې چارې په ۲۰۱۷ام کال کې پیل شوې او لومړی پړاو یې د ۲۰۲۱ام کال د اګست ترمیاشتې پورې ادامه لري.
ډاکټر انوارالحق احدي سره ددې پروژې د چارواکو په غونډه کې، د یادې پروژې د چارواکو له خوا ددې پروژې د کړنو په هکله د کرنې وزیر ته مالومات وړاندې شوه.
ددې پروژې مدیر اسحاق صافی، د یادې پروژې د کړنو، پلانونو، لاسته راوړنو او راتلونکو برنامو په هکله د کرنې وزیر ته مالومات وړاندې کړه.
ښاغلی صافی وویل، چې د کرنیزو زون‌بندۍ پروژه په څو برخو له ډلې، کرنیز زون‌بندۍ، د وړتیاوو لوړول، د کرنیزو سناریوګانو جوړول او د بوټو د څارنې او ارزونې (د کښت له پیل تر حاصل ټولولو پورې) په برخو کې خپلې چارې او فعالیتونه تنظیم کړي دي.
هغه وویل، تر دې دمه چې ددې پروژې له خوا کومې کړنې تر سره شوي دي، په کې د کرنیزو زون‌بندۍ د اطلس چمتو کول او چاپول او د وړتیاولوړلو په برخه کې د بنسټیزو فعالیتونو پلي کول شامل دي.
دغه راز په دې غونډه کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي ددې پروژې له کړنو څخه د مننې ترڅنګ دیادې پروژې د چارو د ښه والي په موخه خپل نظرونه او لارښوونې ددې پروژې چارواکوته وړاندې کړه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت