د هېواد د شفتالو حاصلات له ۶۵ زره متریک ټنو څخه زیات شوي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۴:۱۲
د هېواد د شفتالو حاصلات له ۶۵ زره متریک ټنو څخه زیات شوي

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو ریاست د شمېرو له مخې، سږکال په هېواد کې له بڼونو څخه ۶۵ زره او ۳۴۱ متریک ټنه شفتالو ترلاسه شوي دي.
هرات، پکتیکا، کندهار، بغلان، ننگرهار، میدان وردګ، هلمند، بلخ، غزني، پروان، دایکندي او کاپیسا هغه ولایتونه دي، چې سږکال ترې د شفتالو ډېر حاصلات ترلاسه شوي دي.
اوسمهال په ټول هېواد کې پر ۸ زره او ۴۳۵ هکتاره ځمکه د شفتالو بڼونو جوړ شوي دي. دا مېوه په ډېرو ولایتونو کې ښه وده کوي او د کر او تولید لپاره مناسب اقلیمي شرایط لري.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، د دې وزارت تخنیکي او تشویقي ملاتړیز پروګرامونه د شفتالو د کیفیت د لوړوالي او د دې میوې د ترویج په برخه کې مهم رول لوبولی دی.
په هېواد کې د شفتالو بېلابېل ډولونه کرل کېږي، چې له دې ډلې لس ډولونه یې د اقلیمي شرایطو له سازګارۍ او د ښه کیفیت له امله د بڼوالو ترمنځ زیات شهرت لري.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د ژر رسو مېوو لکه شفتالو ترویج د تولیداتو د پایدارۍ، د بڼوالو د اقتصاد دي ودې او د مېوو د وارداتو د کموالي په موخه د دې وزارت له مهمو برنامو څخه ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۲:۳۹
Background image

بلخ کې پر ۳۰۰ هکټاره ځمکه د لمرګل کرکېله؛ تمه ده شاوخوا ۶۰۰ ټنه حاصل ترې ترلاسه شي

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې روان کال په دې ولایت کې پر شاوخوا ۳۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه د لمرګلي کرکېله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د کرنې او مالدارۍ پروژو د ښه مدیریت او ستونزو د حل په موخه ننګرهار ته د کرنې اومالدارۍ مرستیال سفر 

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته سفر وکړ. ددې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۴
Background image

د کندهار اتو ولسوالیو کې له ۹۰۰ څخه زیاتو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «کې‌اراو» مؤسسې. . .

بازگشت