د هلمند ناوه کې زرو مالدارانو سره د مرستې لړۍ پیل شو 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۱۱:۱۰
د هلمند ناوه کې زرو مالدارانو سره د مرستې لړۍ پیل شو 

۳ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د  بشري خیریه مؤسسې په مالي همکارۍ د ناوې ولسوالی زرو تنو مالدارانو سره د حیواني خوراکې د مرستې تر څنګ د زده کړو لړۍ پیل شوی دی.
ددغو مرستو په لړ کې به د یادې  ولسوالی ١٠٠٠ کورنیو ته د څارویو څلور بوجۍ حیواني خوراکه  او د حیواني ناروغیو مخنیوی په اړه روزنه ورکول کېږي.
د یادولو وړ ده، چې د مستحقو کورنیو د سروې لړۍ د یو ګډ پلاوي لخوا مخکې  ترسره شوې وه، چې د وېش چارې یې رسمآ پیل شوې.
د هلمند د کرنې ریاست هڅه کوي ترڅو د بېلابېلو برنامو له لارې د بزګرو او مالدارو لاسنیوی وکړي ترڅو ددوی په کرنیز اقتصاد کې بهبود او نوښت رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت