د بلخ چمتال ولسوالی کې یوشمېر بڼوالو سره د کیمیاوي سرې مرسته وشوه 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۸
در ولسوالی چمتال ولایت بلخ برای شماری از باغداران کمک کود کیمیاوی توزیع شد

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اغاخان دفتر په همکارۍ ددې ولایت د چمتال ولسوالی یوشمېر بڼوالو سره د کیمیاوي سرو مرسته وکړه.
د بلخ دکرنې ریاست د چارواکو په خبره د چمتال په ولسوالی کې د اغاخان دفتر په همکارۍ په دې وروستیو کې ۲۰ جریبه بڼونه جوړ شوي دي، چې د همدې دفتر له لوري ورسره لازمې مرستې او تخنیکي همکارۍ ترسره شوې دي.
ددې پروګرام کې په ترڅ کې هر بڼوال ته ۵۰ کیلو ګرامه «ډي‌اې‌پي» سره او ۱۰۰ کیلو ګرامه یوریا سره ووېشل شوه، څو د بڼونو د تغذیې اړتیا پوره او د ونو د ودې بهیر پیاوړی شي.
یاده مرسته کولی شي د بڼوالو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راولي، د مېوو کیفیت لوړ کړي او د بڼوالو اقتصادي ستونزې تر یوه حده پورې هوارې کړي.
دغه ډول همکارۍ به د بڼوالۍ سکتور پیاوړتیا، د کرنیزو تولیداتو زیاتوالی او د بزګرانو د عوایدو لوړوالي کې مهم رول ولوبوي

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

بازگشت