بلخ کې د قدرتي ځنګلونو د بیا رغونې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

qiam_amin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۵
بلخ کې د قدرتي ځنګلونو د بیا رغونې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، دقدرتي ځنګلونو د بیا رغونې او ودې پروژه د نهرشاهي ولسوالی اړوند د سلطان بابا علي‌شیر په سیمه کې په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده پروژه د «اکټېډ» مؤسسې له خوا او د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په تخنیکي او مسلکي همغږۍ پلې شوې ده، چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د څلورمې میاشتې له ۴مې نېټې څخه پیل او د همدې کال د لسمې میاشتې تر ۲۸مې نېټې پورې، د شپږو میاشتو په موده کې بشپړه شوه.

د دې پروژې په چوکاټ کې د قدرتي ځنګلونو د ساتنې، اوبو د ښه مدیریت او د پستې د نیالګیو د ودې لپاره ګڼ بنسټیز کارونه ترسره شوي دي. په دغو چارو کې د ۱.۵ انچ د اوبو د لېږد سیستم جوړول، د ۱۷۰۰ مترو په اوږدوالي د ۱.۵ انچ پولي‌ایتلین پایپ ښخول او نصبول، د پستې ځنګلونو د اوبولګولو لپاره د دوو سترو حوضونو جوړول شامل دي، چې ټولیز ظرفیت یې ۱۴٬۸۵۰ لیټره اوبه دی.

همدارنګه د اوبو د ښه مدیریت او د پستې د نیالګیو د سالمې ودې لپاره د ۷٬۷۲۲ مترو په اوږدوالي د څاڅکو اوبو (ډرېپ) شبکه جوړه شوې ده. د اوبو د پورته کولو لپاره اته لمریزې تختې نصب شوې او یو  دانه ۱.۵ انچ واټر پمپ هم لګول شوی دی.

د پروژې په ترڅ کې د ساتونکو لپاره له تشناب او دهلېز سره یوه کوټه هم جوړه شوې، او د ورښتونو د اوبو د ښه کنټرول او مدیریت لپاره یو چیک‌ډېم هم رغول شوی، چې لوړوالی یې ۶ متره او اوږدوالی یې ۲۶ متره دی.

همدارنګه د پستې د نیالګیو د کېنولو لپاره د ۴٬۳۴۰ مترو په ترنج او ورکې کې ۱٬۰۶۴ کړۍ ګودالونه کېندل شوي دي. د دې پروژې ټوله سیمه چې کار پکې ترسره شوی، ۲۵۰ هکټاره قدرتي ځنګل جوړوي.

په پای کې یاده پروژه د «اکټېډ» دفتر له لوري، د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د قدرتي سرچینو آمریت د قدرتي ځنګلونو د تنظیم لوی مدیریت ته په رسمي ډول وسپارل شوه، څو د دې پروژې ساتنه او دوامداره څارنه یقیني شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۴۷
Background image

بلخ کې د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي درېیم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د صنعت ځانګړې اوونۍ په مناسبت، په مزارشریف ښار کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي درېیم ملي او نړۍوال درې ورځنی نندارتون جوړ او د بلخ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

د پکتیکا ګومل ولسوالی کې بنسټیزې پراختیایي پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د «هیلټو»مؤسسې له خوا د ګومل ولسوالی په خرمینزي، نواب کلا، شرقي، زانګي‌خېلو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د پکتیکا په ۱۶ ولسوالیو کې د میږو او وزو د  طاعون  ناروغۍ ضد د ۱۱۲ زره ډوزه واکسین کمپاین پیلېږي

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته دملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌ای‎‌او» له لوري د مالدارۍ د ودې او د څارویو د. . .

بازگشت