بلخ کې د قدرتي ځنګلونو د بیا رغونې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

qiam_amin
Wed, Jan 21 2026 3:15 PM
بلخ کې د قدرتي ځنګلونو د بیا رغونې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، دقدرتي ځنګلونو د بیا رغونې او ودې پروژه د نهرشاهي ولسوالی اړوند د سلطان بابا علي‌شیر په سیمه کې په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده پروژه د «اکټېډ» مؤسسې له خوا او د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په تخنیکي او مسلکي همغږۍ پلې شوې ده، چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د څلورمې میاشتې له ۴مې نېټې څخه پیل او د همدې کال د لسمې میاشتې تر ۲۸مې نېټې پورې، د شپږو میاشتو په موده کې بشپړه شوه.

د دې پروژې په چوکاټ کې د قدرتي ځنګلونو د ساتنې، اوبو د ښه مدیریت او د پستې د نیالګیو د ودې لپاره ګڼ بنسټیز کارونه ترسره شوي دي. په دغو چارو کې د ۱.۵ انچ د اوبو د لېږد سیستم جوړول، د ۱۷۰۰ مترو په اوږدوالي د ۱.۵ انچ پولي‌ایتلین پایپ ښخول او نصبول، د پستې ځنګلونو د اوبولګولو لپاره د دوو سترو حوضونو جوړول شامل دي، چې ټولیز ظرفیت یې ۱۴٬۸۵۰ لیټره اوبه دی.

همدارنګه د اوبو د ښه مدیریت او د پستې د نیالګیو د سالمې ودې لپاره د ۷٬۷۲۲ مترو په اوږدوالي د څاڅکو اوبو (ډرېپ) شبکه جوړه شوې ده. د اوبو د پورته کولو لپاره اته لمریزې تختې نصب شوې او یو  دانه ۱.۵ انچ واټر پمپ هم لګول شوی دی.

د پروژې په ترڅ کې د ساتونکو لپاره له تشناب او دهلېز سره یوه کوټه هم جوړه شوې، او د ورښتونو د اوبو د ښه کنټرول او مدیریت لپاره یو چیک‌ډېم هم رغول شوی، چې لوړوالی یې ۶ متره او اوږدوالی یې ۲۶ متره دی.

همدارنګه د پستې د نیالګیو د کېنولو لپاره د ۴٬۳۴۰ مترو په ترنج او ورکې کې ۱٬۰۶۴ کړۍ ګودالونه کېندل شوي دي. د دې پروژې ټوله سیمه چې کار پکې ترسره شوی، ۲۵۰ هکټاره قدرتي ځنګل جوړوي.

په پای کې یاده پروژه د «اکټېډ» دفتر له لوري، د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د قدرتي سرچینو آمریت د قدرتي ځنګلونو د تنظیم لوی مدیریت ته په رسمي ډول وسپارل شوه، څو د دې پروژې ساتنه او دوامداره څارنه یقیني شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS