بغلان کې د کوچیانو څاروي واکسینېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۰
بغلان کې د کوچیانو څاروي واکسینېږي

۲۸ سلواغه ۱۳۹۹
د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د کرنې وزارت اړوند د خلکو په ګډون دکرنې او مالدارۍ پروژې «DCA/CLAP» له لارې په دې ولایت کې د کوچیانو څاروي د لېونتوب یا «اڼتروټوکسمیا«ETV پر وړاندې واکسینېږي.
ددغو څارویو د واکسین لړۍ پرون د دوشي ولسوالۍ د کیله ګۍ له سیمې څخه پیل شو. ټاکل شوې، چې ددې کمپین په لړ کې به د دوشي، پلخمري، مرکزي بغلان او نهرین په ولسوالیو کې د کوچیانو نږدې ۱۲ زره وري او وزې د انټروټوکسیمیا یا لېونتوب پر وړاندې په سبسایډي ډول واکسین شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت