د مالدارۍ سکټور خوندیتوب په پار هڅې؛ خوست کې د وټرنرۍ کلینیک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۲۰:۴
د مالدارۍ سکټور خوندیتوب په پار هڅې؛ خوست کې د وټرنرۍ کلینیک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو


۱۲ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې مالدارانو ته د چوپرړتیاوو وړاندې کولو او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور د ودې او خوندیتوب د هلوځلو په دوام د کرنې د پراختیا نړیوال صندوق په مالي او د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په تخنیکي  همکارۍ ددې ولایت د مرکز اړوند چنار سنګر سیمه کې د څآرویو کلینیک جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.
د یاد کلینیک په پرانیست غونډه کې د خوست دکرنې ریاست مرستیال مولوی اسلم خان، د مالدارۍ او حیواني روغیتا آمر ډآکټر روښان، د پلان مدیر اجمل قاسمي، د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې استازو او یوشمېر نورو چارواکو ګډون درلود.
د خوست دکرنې ریاست وویل، چې یو کس ته د شپږو میاشتو لپاره د مالدارۍ او وترنرۍ خدمتونو په برخه کې روزنه هم ورکړل شوې ده. 
د خوست دکرنې ریاست چارواکي دغه راز وویل، چې د یاد کلینیک لپاره اړینې توکي هم ورکړل شوې،  ترڅو مالدارانو ته ښه او بهتره خدمات وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

ننګرهار کې له کډوالۍ راستانو شویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو بهیر پای ته ورسېد

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري او ننګرهار والي له لوري له کډوالۍ  راستنو شويو هېوادوالو سره د مرستو د وېش بهیر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۵
Background image

د میدان وردګو ولایت په څلورو ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې ارزونیز سفر ترسره شو

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت په جلریز، نرخ، سیداباد او چک ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې مسؤلو کسانو ارزونیز او معلوماتي سفر ترسره کړ.
یاد پلاوي د کرنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

بازگشت