د غزني مالستان کې سلګونو مالدارانو سره مرستې وشوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۴ - ۱۴:۲۳
د غزني مالستان کې سلګونو مالدارانو سره مرستې وشوې

د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «ORD» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د مالستان ولسوالی سلګونو مالدارانو سره د څارویو خوراکي توکو او شوتلو تخمونو مرستې وکړې.
ددې مرستې په ترڅ کې د مالستان ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې سلګونو مالدارانو سره د څارویو لپاره کنجاړه او د شوتلو تخمونو مرستې شوي دي.
د یادې ولسوالی له مالدارانو سره دغه مرستې په داسې حال کې ترسره شوې، چې مخکې هم د نوموړې مؤسسې له خوا د همدې ولسوالی په ګډون د نورو  ولسوالیو ګڼو مالدارو او کوچیانو سره ورته مرستې ترسره شوي دي.
په ورته مهال د سیمې مالداران له یادې مرستې خوښي وښوده او په راتلونکي کې یې هم د لا نورو همکاریو غوښتنه وکړه.
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولسوالی کې د مالدارۍ سکټور ودې ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت