د هلمند ناوې ولسوالی کې ۱۲۰ کروندګرو سره د جوارو تخم او کیمیاوي سرو مرسته وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۹:۳۲
د هلمند ناوې ولسوالی کې ۱۲۰ کروندګرو سره د جوارو تخم او کیمیاوي سرو مرسته وشوه

د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د (DACAAR) مؤسسې له لورې د دې ولایت د ناوې په ولسوالی کې ۱۲۰ تنه کروندګرو سره د جوارو اصلاح شوي تخمونو او کيمياوي سرو مرسته وشوه.
ددې مرستې په لړ کې هر بزګر ته ۲۴ کیلو ګرامه د جوارو اصلاح سوی تخم ، ۵۰ کیلوګرامه توره، ۱۰۰ کیلو ګرامه سپینه سره او ۲۰۰ ګرامه اناکولین درمل ورکړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې یادو بزګرو ته د ښې کرکېلې په اړه عامه پوهاوی هم ورکول شوی دی.
ددې مرستې موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د جارو کرکیلي ترویج او د حاصلاتو ډېروالی دی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۸:۳۰
Background image

غزني ولایت کې د ممیزخونو او زېرمتونونو د جوړېدو چارې بشپړې او مستفیدینو ته وسپارل شوې


د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د «اې.ان.آر.سي.سي» پروژې په همکارۍ په دغه ولایت کې ۳۰ باب ممیزخونې او ۲۰ باب د پیاز او کچالو د ساتنې زېرمتونونه «صفر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۸:۱۵
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت: د زیتون د تېلو تولید ۴۰ سلنه زیات شوی

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د زیتون تېلو د پروسس چارې د دغه شرکت د اجرائیوي رییس سید محمد نعیم محمدي په مشرۍ پیل شوې. په دغه مراسمو کې د مالي او اداري چارو رییس محمداجان راشد، د سوداګرۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو.ان.او.ډې.سي) په مالي ملاتړ،. . .

بازگشت