کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې رییس سره وکتل 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۹ - ۱۰:۲۹
کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې رییس سره وکتل 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني په افغانستان کې د ملګروملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNOCD) رییس انبهاسوډ او مل پلاوي سره یې د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د یادې ادارې چارواکو دکرنې اومالدارۍ مرستیال ته د خپلو فعالیتونو او کړنو په هکله معلومات وړاندې کړل او د خوړو خوندیتوب اسلامي ادارې (IOFC) له خوا چې په قزاقستان هېواد کې شتون لري؛ پر نشه یي توکو روږدو کسانو سره د مرستې په پار د ۶۸ مټریک ټنه اوړو د مرستې خبر وکړ، چې اوسمهال یاد اوړه د حیرتان بندر ته رسېدلی دی او له رسېدو سره سم به د روږدو کسانو پر مرکزونه ووېشل شي.
دغه راز د یادې ادارې رییس دکرنې او مالدارۍ مرستیال ته ډاډ ورکړ، هغو بزګرانو سره چې دکوکنارو کرکیلې څخه یې ډډه کړئ او بدیل کښت ته یې مخه کړئ مرستې کوي او هلې ځلې کوي، چې بودیجه ترلاسه او په دې برخه کې له بزګرانو سره مرستې وکړي.

دیدار معین زراعت و مالداری با رییس مبازه با جرایم و مواد مخدر سازمان ملل 
مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در دفتر کارش با انبها سود رییس دفتر مبازه با جرایم و مواد نشه آور سازمان ملل متحد در افغانستان  (UNODC) و هیئت همراه شان دیدار کرد.
در این دیدار مسولان نهاد متذکره در مورد فعالیت‌ها و کار کرد های شان به معین زراعت و مالداری معلومات اراییه کرده و از  دریافت کمک 68 متریک تن آرد درجه اول برای معتادین مواد مخدر از سوی سازمان اسلامی مصوونیت غذایی (IOFC) که در کشور قزاقستان موقیعت دارد خبرداد که آرد ذکر شده در حال حاضر در بندر حیراتان رسیده است و پس از رسیدن آن به مراکز ترک اعتیاد مواد مخدر توزیع می شود.
همچنان رییس دفتر متذکره به معین زراعت و مالداری اطمینان داد که تلاش می نمایند تا  با آن عده از دهقانانی که کشت کوکنار را ترک کرده و رو به کشت بدیل آورده اند کمک نمایند و کوشش می نمایند که بودیجه دریافت کرده و در این بخش با دهقانان کمک کنند

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۶
Background image

د خوست دکرنې ریاست؛ د سپېرې ولسوالی د خامه سړک د بیارغونې پروژه په بریالیتوب بشپړه شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو، د سپېرې ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د «اکشن اېډ». . .

بازگشت