دننګرهار دکرنې ریاست: سرخرود کې حیواني او کرنیزو درمل او کیمیاوي سرو  پلورونکو سره ناسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۹ - ۹:۴۳
دننګرهار دکرنې ریاست: سرخرود کې حیواني او کرنیزو درمل او کیمیاوي سرو  پلورونکو سره ناسته وشوه

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت سرخ رود  ولسوالی کې د حیواني کرنیزو او کیمیاوي سرو پلورونکو سره د ناستې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
 څارنه او کنټرول په موخه پلاوی ټاکل شوې وه، چې د یاد پلاوي له خوا ددې ولسوالی د کرنیزو درمل پلورونکو کیمیاوي سرو پلورونکو هټیو څخه څارنه او کنټرول تر سره شوه.
په دې ناسته کې د ننګرهار دکرنې ریاست چارواکو د سرخ رود ولسوالی د کرنیزو درمل پلورونکو کیمیاوي سرو پلورونکو مالکینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه چې مالدارانو ته د ښه خدماتو عرضه کولو برخه کې باید د درملو کیفیت ته پوره پاملرنه وشي او بې کیفیته درمل باید استعمال نشي. 
ددې ناستې موخه د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو د پلور مخنیوي، په خپل سر د هټیو پرانیستل، او د غیر قانوني درملو د واردولو مخنیوی دی.
د ننګرهار دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د غوره چوپړتیاوو په وړاندې کولو سره په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا ته زمینه برابره کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو سوداګریزو بڼونو د پراختیا په پار هلې ځلې؛ ډېر شمېر بزګران وروزل شول

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په جغتو، دایمیرداد، نرخ، چک، سیداباد، مرکز او جلریز ولسوالیو کې د ګیلاسو د سوداګریزو بڼونو د پراختیا په موخه مهم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۳
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۲
Background image

د میدان وردګو لومړی حصې ولسوالی کې د اوبو د مدیریت پروژو سروې بشپړه شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د لومړي حصې ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د «ډاکار» مؤسسې تر چتر لاندې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په. . .

بازگشت