د کرنیزو تخمونو د تصدیقولو ریاست

mail-admin

د کرنیزو تخمونو د تصدیقولو ریاست په ۱۳۹۳ کال کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارئ وزارت په آډانه کې رامنځ ته شوی دی او له همغه  وخته  د کرنیزو تخمنونو د ملي بورډ د سکرتریت په توګه هم کړنې تر سره کوي.  د کرنیزو تخمونو د تصدیقولو او د کیفیت د کنترول د قانون پر ساس  باید د کرنیزو تخمونو تصدیق د ملي ادراې لخوا تر سره شي.  له هغه وخته بیا تر اوسه پورې نوموړې اداره نه ده جوړه شوې او دمګړی مسؤلیت یې  د کرنیزو تخمونو د تصدیقولو ریاست پر غاړه دی.

لرلید:

د هېواد په کچه د کروندګرو لپاره  د اصلیت لرونکو، لوړ کیفیت لرونکواو ناروغیو او آفتونو څخه د  پاکو  کرنیزو تخمونو او نباتي موادو برابرول دي.

ماموریت:

نوموړی ریاست ژمن دی، چې د نباتي محصولاتو د کچې د لوړوالي او پر ځان د بسیا کیدو په پار  د کرنیزو تخمونو د تولیداتو، مارکیټینګ، صادراتو او وارداتو په برخه کې ملي او نړیوال معیاریونه پلي کړي.

اصلي موخې:

د کرنیزو تخمونو د تصدیقولو ریاست اساسي موخې په لاندې ډول دي:

  1. د ملي ورایټیو( ډولونو) په لست کې د  کرنیزو تصدیق شویو تخمونو او میوه لرونکو نیالګیو شاملول.
  2.  مارکیټ ته د وړاندې شویو کرنیزوتخمونو  او میوه لرونکو نیالګیو  د کیفیت کنټرولول.
  3. د کرنیزو تخمونو او د میوه لرونکو نیالګیو سکټور د همغږی په پار د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ دسکرتریت د کاری چارو مخ ته وړل.

هغه ولایتونه،چې تر کاري پوښښ لاندې یې دي:

نوموړی ریاست د هېواد په ټولو زونونو کې  د کرنیزو تخمونو  په اړه  شته  لاندې  مسائل  تر څارنې او ارزونې لاندې نیسي.

  •  مرکزی او جنوب ختیځ زون( کابل، پروان، کاپیسا، پکتیا، غزني، پکتیکا، خوست، وردګ، بامیان)
  • ختیځ زون(ننګرهار، کنر، نورستان، لغمان)
  • لویدیځ زون(هرات، فراه، غور، ارزګان، بادغیس)
  • شمالي زون( بلخ، سمنګان، سرپل، جوزجان، فاریاب)
  • شمال ختیځ زون( کندز، تخار، بغلان، بدخشان)
  • جنوب لویدیځ زون( هلمند، کندهار، زابل)

د دې ریاست کړنې:

د کرنیزو تخمونو د تصدیقولو ریاست ټولنې خپلې کړنې د دریو ډيپارتمنتونو په اډانه کې تنظیموي او په لاندې ډول  ورځینې  یادونه کیږي.

  1. د کروندې چارو  د پلټنې آمریت:
    1. ددې ډیپارتمنت لویې کړنې په لاندې ډول تشریح کیږي.
  • د نړیوالو معیارونو پر اساس د کروندې د ملي پلتنې معیارونو برابرول.
  •  د مورنیو(ارثي) سوچوالي په پار  د تکثیري توکو  د سرچینو  څارنه او  د هغې ارزونه کول.
  •  د ټاکل شوې ځمکې څخه څارنه، د کرنیزې کړنې تر سره کول او د کرنیزو تخمونو او نیالګیو روزلو د کروندو پلټنه کول.
  • د کرنیزو تخمونو د کیفیت  او د توکو د  تکثیر  په پار  د مارکیټ او زیرمو  پلټنه کول.
  • د کرنیزو تخمونو او نباتي توکو سکټور د پراخیتايي ستراتیژی لارښود او کړنلارې په برخه کې همکاري کول.
  • د کارکوونکو د تخصصي کاري وړتیا لوړولو په پآر د روزنیزو کورسونو جوړول.
  • د کروندې  د پلټنې چارو   آمریت د کلني پلان جوړول او ریاست ته یې تشریح کول.

 

  1. د کرنیزو تخمونو د آزمویښت  د لابراتورونو آمریت:

نوموړی ډیپارټمنت د کرنیزو تخمونو له  پاکولو او   په نړیوالو معیارونو  برابر  پروسسولو څخه وروسته د کرنیزو تخمونو د کیفیت د ځآنګړیتاوو معلومولو او  د بیلګې اخیستلو مسؤلیت په غاړه لري. دغه آمریت لاندې کړنې ترسره کوي.

 

  • د نړیوالو معیارونو پر آساس د کرنیزو تخمونو د لابراتواري ازمایښتونو ملی معیارونه برابرول.
  • د کرنیزو تخمونو له ګدامونو څخه د بیلګو را ټولول او پر هغې د لابراتواري آزمایښتونو ترسره کول.
  • له مارکیټ څخه د کرنیزو تخمونو د را ټولو شویو بیلګو تجزیه کول.
  • د بڼوالی د پراختیا په مرکزونو، د مورنیو قوریو او تصدیقي قوریو په مرکزونو کې د میوه لرونکو نیالګیو د درستوالی او نادرست والي تصدیقول.
  • د  نیالګیو له خرڅلاو څخه وروسته د  نیالګیو د ورایتي «ډولونو» ،  د تخمونو د کورنیو ناروغیو  پیژندلو او په دې برخه کې د شخړو د هواري په پار د کنترولونکو پلاټونو رامنځ ته کول.
  • د کارکوونکو د تخصصي وړتیا لوړنې په پار د لابراتواري آزمویښتونو په برخه کې د رزونیزو کورسونو جوړول.
  • د کرنیزو تخمونو د آزمویښت لابراتوارونو آمریت د کړنو کلنی پلان جوړول او ریاست ته یې وړاندې کول.
  • د کرنیزو تخمونو او نباتي توکو سکټور د پراخیتايي ستراتیژی لارښود او کړنلارې په برخه کې همکاري کول.
  1. د سرټفیکیټ او تګ د ویشلو آمریت:

نوموړی ډیپارتمنت د کروندې، د لابراتوي تجزیې، د مارکیټ د ارزونې او د کرنیزو تخمونو تولیدي  شرکتونو د ثبت په برخه کې د پلټل شویو شیمرو را ټولو دنده  په غاړه لري او ددې  لاسته راغلو شیمرود تحلیل په پایله کې   نوموړي کرنیز تخمونه  تصدیق او یا هم رد یږي. د یادونې وړ ده، چې نوموړی آمریت په راتلونکې وخت کې د ثبت او تصدیقولو آمریت په نوم ونومول شي.

ددې آمریت کړنې په لاندې ډول سره تشریح کیږي.

  • د تخنیکي کړنو او تولیدي شمېرنې ، د کرنیزو تخمونو د توزیع او تورید په برخو کې  د شمېرو د ثبت په پار د ډیټابیس جوړول.
  • د کاری جواز ورکړې په پار د  کرنیزو تخمونواو تکثیري توکو د شرکتونو  د اسنادو څیړنه او بررسي کول.
  • په ډیټابس کې د تخمونو او  نیال روزنکو شرکتونو ثبتول.
  • د کرنیزو تخمونو او میوه لرونکو  منل شویو نیالګیو  انبارونکو  ته د تصدیق پاڼو ویشل
  • د تصدیق شویو کرنیزو تخمونو  او میوه لرونکو  نیالګیو لاټونو لپاره د لیبل برابرول او پرې نښلول.
  • هر کال  د ملی ډولونو په لست کې  د کرنیزو تخمونو او نباتي موادو  د لست خپرول

د کرنیزو تخمونو د ملي بورد دسکرتریت په توګه د ریاست دندنې:

دکرنیزو تخمونو د تصدیق ریاست په خپلو  علمي او تخنیکي کړنو سربیره  د ملي بورډ د سکرتریت کړنې هم تره سره کوي،چې په لاندې ډول ورځینې یادونه کیږي:

  •  د بورډ بیړنی او نوبتی غونډو جوړول، په لیکلي ډول د بورد د پریګړې ترتیبول او اړوندو ادارو ته یې لیږل.
  •  د تولیدونکو، لیږونکو او  کرنیزو تخمونو او نباتي توکو واردونکو  لخوا د کرنیزو تخمونو ملي پالیسی او مقرراتو او همدار راز د پلې کیدونکي قانون څځه څارنه کول.
  • د کرنیزو تخمونو د ملي برود د لارښوونو مطابق د کرنیزو تخمونو او نیالګیو روزونکو شرکتونو دکاري جواز تمدیدول او یا هم له منځه وړل.
  • د کرنیزو تخمونو د ملی بورد د پریګړې پر آساس د کرنیزو تخمونو  او د  میوې لرونکو  نیالګینو د  تولید په پار د پلان جوړنې په برخه کې د روزنیزو ورکشاپونو جوړول.

ددې ریاست لویې لاسته راوړنې:

  1. د بیا رغونې او مدیریت کړلو برخه:
  • د پروژو نه د کرنیزو تخمونو تصدیقولو ریاست ته د بنسټیزې پراخیتا په پار دکرنیزو تخمونو د کیفیت د کنترولولو کړنې او مدیریت  لیږل شوی دی.
  •  په هر اړخیزه ډول د کارکوونکو، تشکیل،  کاری دندو  او لوایحو کې بدلون رامنځته شوی  او همدا راز  د سی بی آر او ملکی خدمتونو له لارې دکارکونکو ګمارنه شوې ده.
  • د کرینزو تخمونو د تولیدولو خصوصي شرګتونو د هڅونې او مخکښه شرګتونو د پیژندلو په پار نوموړی  شرکتونه  ارزول شوي دي.
  • د مرکزي لابراتوار په پار   د کرنیزو تخمونو د تجزیې په نړیواله اداره (ISTA)کې غړیتوب تر لاسه شوی دی.
  • د کرنیزو تخمونو د تجزیې په ټولو لابراتوارونو کې د تخمونو د روغیتا برخه رامنځ ته شوې ده.
  • د لابراتوارونو دفترونو رغونه او په وسایلو سمبال شوي دي
  1. د تقنیني اسنادو د برابرولو برخه:
  • د کرنیزو تخمونو مقرره  د تخنیکي او وروستيو پړاونو په حال کې ده.
  • د کرنیزو تخمونو د لابراتواري  تجزيې او د کروندې د پلټنې  کاری کړنلارې بشپړې شوي او د وزارت د مقام لخوا منظورې شوې دي.
  • د کروندې د پلټنې کاري لارښوونې، لابراتوري تجزیه، د تخمونو صحت او کنترولونکي پلاټونو تخنیکي لړی بشپړه شوې ده.
    1. د تقنیني اسنادو  مسودې په لاندې ډول برابرې شوې دي:
      1. د افغانستان د کرنیزو تخمونو د تصدیقولو ادارې اساسنامه او کړنلاره
      2. د نویو بوټو د ورایتویو(ډولونو) د ساتنې مقررې تخنیکی برخه بشپړه شوې ده او د نورو کړنو په پار  د پلان او پالیسئ ریاست د تقنین ځانګې ته لیږل شوې ده.
      3. د کرنیزو تخمونو  د تولیدي شرکتونو  د ثبت کړنلارو رامنځته کیدنه او تخنیکي  کړنې یې بشپړې شوې او د ملی بورد لخوا منلې شوې دي او همدا راز د پلان او پالیسئ ریاست د تقنین ځانګې ته لیږل شوي دي.
      4. د میوه لرونکو نیالګیو د تصدیقولو کړنلارې تخنیکي چارې بشپړې شوې دی او پلان او پالیسی ریاست د تقنین  ځانګې ته لیږل شوي دي
      5. دکرنیزو تخمونو(غلو دانو، صنعتي بوټو، لیګیومي بوټی او سبو) د تصدیقولو لپاره  معیارونه ترتیب شوي دي او دمګړی د ریاست د  یوې ګډې کمیټې او د نورم سټنډرډ  ملي ادارې لخوا تر ارزونې لاندې نیول شوي  او د روانې میاشتې په لړ کې به ورستی شي.
      6. د میوه لرونکو نیالګیو لپاره  تر یوې کچې پورې  معیارونه ترتیب شوي دي او د ازونې په پار د نورم  سټنډرډ ملي ادارې ته لیږل شوي دي.
      7. په مارکیټ کې د کرنیزو تخمونو د کیفیت دکنترلولو کړنلاره
      8. د بوټو د نویو ورایټیو د ساتنې د قانون د پلي کیدو په پار   د نویو بوټو د ورایتیو د ثبتولو کړنلاره
  1. د کیفتیت او کنترول د تصدیقولو برخه:
    1. د هیواد د کرنیزو تولیدي تخمونو په رسمي سیستم کې د تصدیق او  تولید شوی  تخمونو(شولې، جوار، پنبه او سویابینو)شامل شوي دي
    2. د تخنیکي کړنود پایلې په ترڅ کې ۳۶۴۳۲ متریک ټنه د  غنمو مورنی، بنیادي او تصدیق شوی تخمونو تولید شوی دي.
    3. د سبو تخمونو د کیفیت د کنترولولو په پار ملي سروې تر سره شوې ده.
    4. د میوه لرونکو نیالګیو  تصدیق شوي  خدمتونه  د افغانستان د ملي قوریه لرونکو ټولنو  سره یې د  د تفاهم لیک مطابق تړون شوی دی او د راتلونکي کال په ترڅ کې به یې کړنې په ټولیز ډول سره ریاست ته ولیږدول شي.
    5. په ټولیز ډول  ۹۶۸۲ قراردادي کروندګرو ته د کرنیزو تخمونو د تولید په برخه کې لارښوونې شوې دي  او د هغوی له تولیدي کړنو څخه  ارزونه شوې ده.
    6. د ارثی سوچه والی، ناروغیو پيژندلو او د شخړو د هواري په پآر ۴۸۹۶ کنترولي پلاټونه رامنځته شوي دي.
    7. د انساجو د کښت له لارې  د بایوتکنالوژي په لابراتوار کې  ۸۰۰۰  مورنئ پایې تولید شوي دي. 
    8.  د ناروغیو د پیژندلو په پار  د میوه لرونکو ملي کلکسیونونو او مورنیو قوریو څخه ۳۶۶۰ بیلګې را ټولې شوي او تحلیل  او تجزیه شوې دي.
    9. د یو میلیون تصدیق شویو اصل نیالیګو د تولید په پار  هر کال د ۶۹ مورنیو قوریو او د قوریه لرونکو ټولنو د  ۱۰۰۰ دتصدیق شویو قوریو څخه په منظم ډول پلتڼه شوې ده.
  2. د وړتیا جوړونې په برخه کې:
    1.  د یاد ریاست څخه په ټولیز ډول  ۴۲ کارکوونکي  د کاري تخصصي وړتیا لوړونې په پار هند، لبنان او پاکتسان هیوادنو  ته لیږل شوي دي.
    2. په ټولیز ډول سره ددې ریاست ۱۲۰۹ کارکوونکو ته رزونه ورکړل شوې ده.
    3.  په ټولیز ډول ۷۵۰ تنه  د کابل، ننګرهار، هرات او بلخ پوهنتونو د کرنې پوهنځې د ورستي کال زده ګړیالانو ته د میوه لرونکو نیالګیو د ناروغیو په اړه روزنه ورکړل شوې ده.