د لوګر خروار کې يو شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۶ - ۱۰:۰
د لوګر خروار کې يو شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

٢٦ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٤ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايی، چې په ددې ولايت خروار ولسوالی کې ٦٦ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د چارواکو په خبره د خوړو نړیوال پروګرام "WFP" په مالي ملاتړ او د بشري قواوو د پراختیا ادارې په تخنیکي همکارۍ د شتمنیو جوړونې "Asset creation" پروژې تر چتر لاندې په عامه غیر مثمر بڼ کې د اوبو د حوض او ساتندوی خونې (ګارد روم) جوړولو لپاره خط اندازۍ او د کرنې سکتور اړونده ۶۶  کسانو ته د دویم ځل لپاره د کار زمینه برابره او پر دوی اړونده توکي ووېشل شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د خروار ولسوال مولوي شیراحمد حبیب، دکرنې مدیر مولوي نور الحق امداد الله او نورو دولتي چارواکو هم ګډون درلود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت