فراه کې د ځمکې غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۵:۵۲
فراه کې د ځمکې غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

۲۱ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
فراه کې د ځمکې غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي خپله اوونیزه غونډه د یادې کمیټې د رییس الحاج مولوی عبدالمؤمن فیصل  په مشرۍ جوړه کړه.
دغه غونډه د فراه ولایت د کرنې ریاست په مقام کې جوړه شوې وه او پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
په دې غونډه کې د فراه ولایت د قلعه کاه اړوند د شمس کاریز موضوع، د فراه ولایت د بکواه ولسوالی اړوند د سیاو آغا اړوند سیمې د اسعتلامونو پر جوابونو، د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالی اړوند دهزکی کلی، د فراه ولایت مرکز اړوند د خواجه احمد سیمې اړونده موضوع او د فراه ولایت مرکز اړوند د خرمالق سیمې پرموضوعاتو خبرې اترې وشوې. 
باید وویل شي، چې د فراه ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۴
Background image

بلخ ولایت کې د حق مالکیت د تثبیت مرکز پرانیسته او د بېرته راګرځول شویو ښارګوټو د لېږد چارې پیل شوې

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت په مقام کې د حق مالکیت د تثبیت مرکز د پرانیستې او د بېرته راګرځول شویو ښارګوټو د لېږد په موخه مهمه غونډه ترسره شوه، چې پکې د بلخ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۳
Background image

د خوست موساخلېلو ولسوالی کې یوشمېر بزګرانو ته شنې خونې جوړېږي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي برنامو په دوام، د موساخېلو ولسوالی کې د شنو خونو د جوړولو لپاره د مستحقو بزګرانو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۲
Background image

د کندهار نېش ولسوالی کې د تورو چکډېم د کیفیت ارزونې څارنه ترسره شوه

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د قدرتي سرچینو آمریت د مستقیمې څارنې په ترڅ کې، د نېش ولسوالی د تورو چکډېم. . .

بازگشت