لغمان کې پر اتو ټولنو د مېوه لرونکو نیالګیو وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۵:۴۴
لغمان کې پر اتو ټولنو د مېوه لرونکو نیالګیو وېش لړۍ پیل شو

د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي مرسته ددې ولایت په مرکز مهترلام، قرغیو او علیشنګ ولسوالیو کې د اتو جوړ شویو ټولنو پر غړو د ۲۱۳ زره او ۹۰۰ مېوه لرونکو نیالګیو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
ددغو نیالګیو په وېش غونډه کې د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمد ولي محسن وویل، چې ددې ولایت په مرکز مهترلام، قرغیو او علیشنګ ولسوالیو د ګلارام، حکیم آباد، کرنج،میل دره، ماسموت،کردي سالاب، امبیړ او الیاس خېلو ټولنیو ۲۱۳ زره او ۹۰۰ مېوله لرونکي نیالګي، چې په کې 4900 نیالګي بادام،10500 غوړاسکی،3500 نیالګي جلغوزې،10000 نیالګي چهارمغز او 185000 سپیدارو قلمې شامل دي وېشل کېږي.
ښاغلی محسن دغه راز وویل، چې په نږدې راتلونکې کې به د یادې ادراې له لورې د یادو ټولنو پر غړو د مالټو ۶۰ زره او د زیتونو ۴۵ زره نیالګي هم وېشل کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت