هلمند کې د باراني اوبو مهارولو په موخه د ګڼو ناورونو د سروې چارې پیل شوې 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۳ - ۱۲:۳۸
هلمند کې د باراني اوبو مهارولو په موخه د ګڼو ناورونو د سروې چارې پیل شوې 

۱۳ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
هلمند چې، پراخې دښتې او ریګي سیمې لري، له پېړیو راهیسې په یادو سیمو کې د باراني اوبو د مهارولو او د اوبو زېرمه کولو په موخه ناورونه جوړ شوي دي، چې د څو لسیزو راهیسې یاد ناورونه د تخریب، ډکېدو او یا هم د له منځه تلو په حالت کې دي .
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو او د ډاکار (DACAAR) مؤسسې  په مالي همکارۍ سره په داسې حال کې چې ددې ادارې اړوند طبیعي سرچینو د څړځایونو مدیریت کارمندانو هم شتون درلود د ګڼو ناورانو د سروې چارې پیل شوې.
د یادو ناورونو په ترکیب کې د ريګستان په سیمو کې د ښورکي د سیمې ناوران شامل، دي چې په لوړه کچه به د باراني اوبو د مهارولو وړتیا ولري.
یاد ناورونه وروسته له څو لسیزو څخه یوځل بیا رغول کېږي، چې په رغېدو سره به یې په  یادو سیمو کې د باران اوبه مهار شي، د ځمکې لاندې اوبه به ډیرې او د مالدارانو د مالونو لپاره د اوبو چمتو کولو ستونزه به ورسره حل شي.
د یادو ناورانو دوهمه سروې په داسې حال کې تر سره شوه چې تر دې وړاندې د اخند او حسن نيکه  ناوران هم ورغول شول چې دا مهال ترې ګڼ مالداران او کوچیان ګټه اخلي.
باید وویل شي، چې د ا.ا.ا تر بیا واکمنېدو وروسته د اوبو مدیریت او کنټرول او دغه راز بزګرانو او مالدارانو ته د چوپړتیاوو د وړاندې کولو په برخه کې بې سارې هڅې روانې دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت