د زابل ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم غونډه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۹:۲۵
د زابل ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم غونډه

  د زابل  ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم د غصب شویو ځمکو اړوند اته لسمه غونډه تر سره کړه.
ياده غونډه چې د زابل ولایت د کرنې په ریاست کې جوړه شوې وه په کې، د زابل دکرنې رییس مولوي عطاء الله راشد، د عدلیې رییس الحاج مولوي عبدالوارث خلیل، د ښارجوړونې رییس ملا دادګل مسلم، د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي عبدالوکیل خادم، د ارشاد حج او اوقافو رییس مولوي محمد اسلام واسع، د څارنوالۍ رییس مولوي عبدالقادر طه، د ولایت مستوفي مولوي نور الحسن محسن، د او د امارت د قضایاوو آمر مولوي محمدي محمدي ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د زابل ولایت مرکز قلات ښار د هزارې دکلي موضوع چې ۵۴۸ کورونه ته یې شمېر رسېږي او ۹۸ جریبه ځمکه کېږی دوسیه مکمله شووه او مرکزی کمیسون ته به ولېږل شي.
دغه راز په غونډه کې مرکز قلات کې د محمد داود او قومندانۍ تر منځ چې کومه موضوع وه له سیمې څخه یې لیدنه وشوه او  په یاده سیمه باندې  ښاري نقشه عملي شوه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۶:۳
Background image

د ننګرهار په چپرهار ولسوالی کې ۲۴ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۵۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کندهار ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار ولايت د کرنې، اوبولګولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د زابل ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زابل ولايت د کرنې، اوبولګولو او. . .

بازگشت