د عدلیې وزیر او لوی څارونوال د کندهار د ځمکې غصب مخنیوي کمېسیون د فعالیتونو راپور واورېدل

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۴ - ۱۱:۳۳
د عدلیې وزیر او لوی څارونوال د کندهار د ځمکې غصب مخنیوي کمېسیون د فعالیتونو راپور واورېدل


۴ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ا.ا.ا د عدلیې وزیر شیخ مولوی عبدالحکیم شرعي او لوی څارنوال مولوی شمس الدین شریعتي کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت دکرنې رییس او د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي مشر مولوی محمد مظلوم او ددې پلاوي غړو سره د کندهار دکرنې په ریاست کې وکتل.
ددې لیدنې پر مهال په کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي غړي؛ د عدلیې رییس مولوی نور آغا هاشمي، د استناق څارنوالی رییس مولو غوث الدین ثاقب، د مستوفیت رییس ملا حکمت الله اخند، د کندهار ښاروال حاجي نعمت الله حسن، د حج او اوقافو رییس شیخ مولوی عبدالبصیر فائز، د کندهار د امنیه قومندانۍ مرستیال ملا نور الله مدثر، د ښارجوړونې رییس عبدالمتین عاشق، د کدستر آةر احسان الله الهام، د قضایای امارت آمر مولوی تاج محمد خلیلي او د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوی عبدالخالق عبدالله شتون درلود.
ددې غونډې په ترڅ کې د کندهار دکرنې رییس او په دې ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی مشر مولوی محمد مظلوم د ا.ا.ا د عدلیې وزیر شیخ مولوی عبدالحکیم شرعي او لوی څارنوال مولوی شمس الدین شریعتي ته په دې ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي د فعالیتونو او کړنو راپور وړاندې کړه.
په همدې حال کې  د عدلیې وزیر شیخ مولوی عبدالحکیم شرعي د یاد کمېسیون کړنې وستایل او دوی ته په چارو کې د لا بریالیتوب هیله وکړه. ښاغلی شرعي وویل: «موږ به تل ستاسو همکار پاتې شو او ستاسو ترڅنګ ولاړ یو.»
په دې غونډه کې دغه راز د شکور کاریز او عینومینې پر موضوعاتو هم خبرې اترې وشوې، او د عدلیې وزیر شیخ مولوی عبدالحکیم شرعي او لوی څارنوال مولوی شمس الدین شریعتي له خوا اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وشوې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

بازگشت