هلمند کې د غصب مخنیو او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې هڅې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۹ - ۱۱:۲۴
هلمند کې د غصب مخنیو او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې هڅې

۱۹  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۶ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د عالیقدر امیرالمؤمنين حفظه الله د ځانګړي حکم په اساس په هېواد کې د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب شویو ځمکو، د غصب مخنيوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون ګمارل شوی دی چې، په ولایتونو کې د یاد کمیسون تر چتر لاندې د کرنې رییس په مشرۍ یو ګډ تخنیکي پلاوی تعین او په کارونو یې پیل کړی دی.
د هلمند په ولایت کې نوموړي تخنیکي پلاوی په مرکز لښکرګاه احمدشاهي مینې سیمه کې د شخصي او امارتي ځمکو  بېلولو په موخه له سیمې څخه له نږدې لیدنه وکړه .
د هلمند د کرني ریس او د تخنیکي ټیم مشر مولوي عبدالباري (شهاب) وایي د احمد شاهي مېني په سیمه کي شاوخوا ۳ زره جریبه ځمکه شته، چي یوه اندازه شخصي او نورې یې دولتي امارتي ځمکي دي، چي د تثبیت لپاره یې ټاکل شوی تخنیکي ټیم کار کوي.
نوموړی وایي د احمد شاهي مېني په سیمو کي د مخکني حکومت ښاروالۍ د پلان تر تطبیق مخکې خلګو ته د ځمکو اوېزونه او نمرې ورکړي دي، موږ هڅه کوو چي شخصي او دولتي ځمکي بېلي کړو او راپور به یې د اصولو مطابق مربوطه لوړ رتبه کمېسیون ته وسپارو.
د چارواکو په خبره د یاد کمېسیون کارونه یوازې تر لښکرګاه پورې نه دي محدود، بلکې ټول هلمند پکښي شامل دی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت