ماليزيايي مرستندوی بنسټ سره دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال ملاقات

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۸/۲۵ - ۱۵:۱
ملاقات معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با نهاد خیریه مالیزیایی

۲۵ لړم ۱۴۰۰ هـ.ش
۱۰ ربیع الثانی ۱۴۴۳ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستيال مولوی صدراعظم، د Muslim care Malesia بنسټ له چارواکو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
 د يادو استازو د ټيم په اډانه کې د ماليزيا دکرنې، روغتيا او پارلمان استازو حضور درلود.
په دې کتنه کې د مرستندويه خريه بنسټ استازو د افغانستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ برخو سره د همکارۍ او ملاتړ اعلان وکړ.
هغوی وويل، چې د افغانستان خلک بېوزله دي او همکاريو ته اړتيا لري او دوی چمتو دي چې خلکو سره په بېلابېلو په ځانګړې توګه دکرنې او مالدارۍ سکټور په برخه کې همکاري وکړي.
دکرنې وزارت تخنيکي مرستيال په افغانستان کې دکرنې سکټور په هکله مالومات وړاندې کړه او ويې ويل، چې ماليزيا يو اسلامي هېواد دی او اسلامي امارت ورڅخه ډېره توقع لري، چې د افغان بزګرانو او مالدارانو ملاتړ وکړي.
هغه زياته کړه، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې دهر ډول پراختيايي فعاليتونو د پلي کولو زمينه برابره شوې ده او افغانستان توقع لري، چې د هېوادوالو د اقتصادي ستونزو د هوارولو په پار له دوی سره مرستې ووشي.
هغه دغه راز زياته کړه، چې د افغانستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سکټور ډېرې برخې بيارغونې ته اړتيا لري، چې بايد په يادو برخو کې ډېرې همکارۍ ووشي.
 په پای کې د ياد ټيم له خوا دکرنې وزارت تخنيکي مرستيال ته ستاينليک او مډال ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۱۰
Background image

کابل کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پیل شو

د کرنې، وزارت له لوري د کابل په بادام‌باغ کې د «نیالګي کېنول، صدقه جاریه ده» تر شعار لاندې د نیالګي کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو. د کمپاین د پیل په مراسمو کې د کرنې، اوبو لګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۵۱
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۲۵ سرې غواوو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۲۱
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا د کندهار د اوبو رسولو ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري، د کندهار. . .

بازگشت