کرنيزو ټولنو ته د محصولاتو راټولولو دتوکو ورکړه او روزنيزې برنامې دائرول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۵ - ۱۰:۳۶
کرنيزو ټولنو ته د محصولاتو راټولولو دتوکو ورکړه او روزنيزې برنامې دائرول

۸/صفر المظفر/۱۴۴۳هـ.ق
 ۲۵/وږی/۱۴۰۰هـ.ش
د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د "اکټډ" دفتر په همکارۍ د کليو د تلپاتې پراختيا برنامې تر چتر لاندې دکرنيزو ټولنو غړو ته د روزنيزو برنامو د دائرولو ترڅنګ د يادو کرنيزو ټولنو په غړو کرنيزې توکي وویشل شول.
ددې برنامې په لومړۍ ورځ د آقچه ولسوالۍ د "اتفاق آقچه، بین‌النهرین او کوهستانات ترلي" ټولنو ته دکرنيزو توکو د راټولولو  اړين وسايل له ډلې "د رېبلو يوه عراده ماشين، د غنمو د پاکولو دوه پايې ماشينونه، ۴۵۰ دانې پلاستيکي بوجۍ، ۴۵ دانې لاسي کراچۍ، ۳۰ دانې ترپالونه او د شېدو  راټولولو او لېږد ته ځانګړې ۵ دانې سطلونه" ووېشل شول.
 تر پوښښ لاندې ټولنو لپاره ياده برنامه ادامه لري

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۱:۴
Background image

د لغمان د کرنې ریاست او مستوفیت ترمنځ د عوایدو د زیاتوالي په موخه  ناسته وشوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي سلیمان ایمن دخپل کار په دفتر کې د مستوفیت د غیرمالیاتي عوایدو له مسؤلینو سره د چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۰:۴۷
Background image

میدان وردګو کې د بڼونو او ونو خونديتوب په پارهڅې؛ د ژمني تېلو پاشلوپروګرام پیل شو

۱۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بڼونو او ونو خوندیتوب او د نباتي افتونو او ناروغیو مخنیوي په پار په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۰:۴۶
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د خوسکیو وېش

۱۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار مؤسسې له لورې د ننګرهار په هسکه مېنه، کوټ او روداتو ولسوالیو کې ٢٠٠ بې وزله. . .

بازگشت