د ځمکني توتانو د تولید کچه نږدې ۳۰۰ ټنو ته ورسېد

mail-admin
میزان تولید توت زمینی، نزدیک به سه‌صد تُن رسید

۲۶ وری ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایي او مالوماتو ریاست شمېرې ښيي، چې په ۱۳۹۹یم کال کې د هېواد په کچه ۲۹۹ مټریک ټنه ځمکني توتان تولید شوي دي.
هرات کې په ۳۱ هکټاره ځمکه ځمکني توتان کرل شوې وه، چې د تولید کچه یې ۱۵۵ مټریک ټنه ده. له هرات وروسته، کندز او بلخ هم تېرکال ډېر ځمکني توتان تولید کړي دي. د فاریاب، دایکندي، سرپل او میدان وردګو په ولایتونو کې هم ځمکني توتان کرل کېږي.
۱۳۹۹یم کال کې په ټولیزه توګه دهېواد په کچه په ۶۲ هکټاره ځمکه کې ځمکني توتان کرل شوې وه.
افغانستان د ځمکني توتانو کرکېلي او پالنې لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کلونو کې د خلکو ترمنځ ددې مېوې کرکېله او پالنه دود شوی دی.
ځمکني توتان ډېر ویټامېنونه او مغذي مواد لري او په بازار کې هره کیلو یې تر ۲۰۰ افغانۍ خرڅېږي.