هېواد کې د سټروسو د تولید کچه څه باندې ۱۳ زره ټنو ته ورسېد

mail-admin
هېواد کې د سټروسو د تولید کچه څه باندې ۱۳ زره ټنو ته ورسېد

۲۹ وری ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایي او مالوماتو ریاست شمېرې ښيي، چې په ۱۳۹۹یم کال کې د هېواد په کچه ۱۳ زره او ۲۴۳ مټریک ټنه سټروس، چې په کې کینو، مالټې، نارنج او لیمو شامل دي تولید شوي دي.
ننګرهار د اووه زره ټنه کینو، مالټې، نارنج او لیمو په تولید سره، د سټروسو تولیدوونکو ولایتونو د نوم لړ په سرکې دی. د ننګرهار په نږدې یوزرو ۵۲ هکټاره ځمکه د سټروسو بڼونه جوړ شوي دي.
د نارنجو د تولید په برخه کې بیا کونړ له نورو ولایتونو مخکې دی. تېرکال له دې ولایت څخه ۲۰۰۲ مټریک ټنه نارج تر لاسه شوې ده. د کونړ په ۲۸۶ هکټاره ځمکه د نارنجو بڼونه شتون لري.
په هېواد کې د سټروسو د تولید له اړخه لغمان او خوست هم درېیم او څلور ځای لري.
په وروستیو کلونو کې د کابل، تخار، بلخ او سرپل په ولایتونو کې هم د سټروسو ونو د نیالګیو اېښودل او پالل دود شوي دي.
د هېواد په کچه په ټولیزه توګه په یوزرو ۹۵۲ هکټاره ځمکه د سټروسو بڼونه جوړ شوي دي، چې له دې ډلې ۶۱ هکټاره یې د کینو او مالټې بڼونه، ۴۱۵ د نارنجو بڼونه او ۴۴۹ هکټاره یې د لیمو بڼونه دي.
د روان کال په ترڅ کې د کرنې وزارت له خوا په یوشمېر ولایتونو کې د سټروسو بڼونه جوړ شوي دي.
سټروسو بڼونو ته پراختیا ورکول او په دې برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدل د کرنې وزارت اساسي لومړیتوبونو څخه دی.