سږکال ۱.۸ میلیارډه کرنیز او مالدارۍ پورونه وېشل کېږي

mail-admin
سږکال ۱.۸ میلیارډه کرنیز او مالدارۍ پورونه وېشل کېږي

۳۱ وری ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې د کرنې د پراختیا وجهي صندوق له لارې د روان لمریز کال په ترڅ کې پر څه باندې اووه زره بزګرانو ۱.۸ میلیارډه افغانۍ پور ووېشي.
دا پور غوښتونکو او د کرنې منشبثینو چې، په کې د بزګرانو کوپراټیفونه، کرنیز سوداګرۍ، د چرګانو، غواوو او کبانو فارمونه، د غذایي توکو تولیدي فابریکي او د وچ او تازه مېوو صادروونکي شامل دي وېشل کېږي.
پر بزګرانو د پور ورکولو لړۍ پیل شوی دی او ادامه لري. دا په داسې حال کې ده، چې د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت په ۱۳۹۹یم مالي کال کې پر څه باندې شپږ زره بزګرانو نږدې یونیم میلیارډ افغانۍ پور وېشلي دي.
کرنیز او مالدارۍ پورونه کرنیزو پورونو ته د بزګرانو دلاس رسي، د دوی پرځان بسیاینه او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د دوی د ودې په پار وېشل کېږي.
د کرنې د پراختیا وجهي صندوق د امریکا متحده ایالاتو پراختیایې ادارې «USAID» له خوا مالي ملاتړ کېږي.