ننګرهار کې د کرېلو او ترایانو چېله یې سیستم ١٠٠ ننداریزې کروندې جوړ شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۰ - ۱۶:۲۲
ننګرهار کې د کرېلو او ترایانو چېله یې سیستم  ١٠٠ ننداریزې کروندې جوړ شوې

۲۰غبرګولي ۱۴۰۰
 د ننګرهار په ولايت کې دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت اړوند د اقلیم بدلون له کبله د رامنځته کېدونکو ګواښونو د کمولو پروژې  "CDRRP"  له لورې د کرېلو او تریانو چېله سیستم ١٠٠ ننداریزې نیم جریبه کروندې جوړ شوي دي.
د يادې پروژې  ولایتي مسوول انجنير  حمید الله نظیر  وايي،  دوی په درو ولسواليو بهسود، کامه او کوزکونړ کې د ننداریزو کروندو  په دننه کې منځني کرنه هم ترسره کړې ده، چې ښه او باکیفیته حاصل ترې بزګرانو اخیستي دي.
نظیر وویل، چې دیادو کروندو لپاره یې د کیمیاوي سرو، اصلاح شوې تخمونو او کیمیاوي درملو ترڅنګ اړین توکي لکه دباڼس پایې، جالۍ، کېبل، بیلچه، لاسي کراچۍ او د درملو شېندلو پمپونه د کروندو د ښې پالنې او نظارت په موخه اړوندو بزګرانو ته ورکړي دي.
تېر کال هم  یادې پروژې ١٠٠ ننداریزې کروندې کرلې وې ، چې ٤٨٣.٩ مټریک ټنه حاصل څخه يې پنځه مېلیونه او ٥١٦  زره اټ ٩٦٩  افغانۍ عواید ترلاسه شوې وه.
ګل محمد د کوزکونړ ولسوالۍ یو تن بزګر  تير کال د کرېلو د چېله سیستم  د نیم جریب ځمکې څخه۱۲۰۰ منه کرېله او ٣٣٨  منه رومیانو حاصل څخه ٨٢ زره ٤٥٠ افغانۍ عواید  ترلاسه کړې وه. هغه وایي سږ کال تمه لرې تردې زیات حاصل ترلاسه کړي.
ياده پروژه په پام کې لري، چې د چېله یې سیستم د لا ترویج په موخه ٥٠ نورې ننداريزې کروندې هم جوړ کړي.
دغه راز ياده پروژه د چېله یې سیستم او ګډې یا منځني کرنې په برخه کې د مېرمنو په ګډون ١٠٠ تنو ته د کرلو، اوبولګولو وختونو پیژندل، سرې ورکول او حاصل ټولولو په برخه کې روزنه هم ورکړې ده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت