​​​​​​​د اقلیم بدلون د مطابقت ملاتړ پروژہ (CCAP)

mail-admin

پیژندنه:

د اقلیم بدلون د مطابقت ملاتړ پروژہ (CCAP) د کرہني اوبولګولو او مالداری وزارت سرہ ګډہ پنځہ کلنہ پروژہ دہ چي پہ بلخ، ہرات، ارزګان او پنجشیر ولایتونو کي د بزګرانو تخینکی وړتیا لوړلو، د ژوند معیشت ښہ والي، د اوبو نوي بندونو جوړول او بیا رغول، استنادي دیوالونو جوړول، د اوبو ذخیري جوړول او د ویالو رغولو بخشونو کي د شوراګانو او داوطلبہ شرکتونو لہ لیاري د یاد ولایتونو پہ کلیو او بانډو کي پلي کیږي.

موخہ

د اقلیم بدلون پہ وړاندې د ټولنو انعطاف تہ ودہ ورکول پہ کلیو او بانډو کي د معیشت ښہ والی، د بزګرانو تخینکی وړتیا لوړول او د سیميز اقتصاد پياوړي کول د پروژي د نورو موخو څخہ دي.

ولایتونہ

  • بلخ

نہر شاہی او دہدادی

  • ہرات

انجیل، ادرسکن، غوریان، زندہ جان، گزرہ او کرخ

  • ارزګان
    ترینکوت
  • پنجشیر
    بازارک، درہ پریان، انابہ، رخہ او افشار

شریکان

د چاپیریال ساتنې ملی ادارہ، د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت، د بریښنا او اوبو وزارت، د کابل پوہنتون، د حادثې د چمتووالي ملي دفتر او د ښځو چارو وزارت.

فعالیتونہ

پلان جوړونہ

د CCAP پروژہ د خپلو شریکانو سرہ یوځای، د اړتیاوو دقیقہ ارزونہ، د اوبو مدیریت او معیشت کې د خلا پیژندل د اقلیم بدلون خطر او اقلیمی تنوع د ملی بودیجي پہ برنامو کي شاملوي. د اقلیم بدلون پروژہ د دولتی شریکانو(د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د اوبو او بریښنا وزارت، او د چاپیریال ساتنې ادارې) د پلان جوړلو برخو کي پوہہ پیاوړې کوي.

د معیشت فعالیتونہ

د CCAP پروژہ د اقلیم د بدلون لہ اغیزې زیانمنو ټولنو تہ مختلفو برخو کي د عاید زیاتوالی فرصتونہ برابروي تر څو د زیانمنو ټولنو د خوړو خوندیتوب ډیر کړي. د CCAP پروژی د خپلو مستفیدینو او سیمیز اقتصاد پوہي لوړولو او ښہ والي پہ موخہ د سبزیجاتو، میوو او وڅکو د ساتلو لپارہ سړي خوني، د مستفیدینو معیشت ښہ کولو لپارہ شني خوني او د انګورو باغونو تہ يي چیلي جوړي کړي.

پہ کليو او مرکزونو کي د لاسي صنايعو، د لبنياتو توليد ، د ميوو او سبزيجاتو پروسس کولو پہ برخو کي د خلکو تخنیکي پوہاوی لوړول او د بی وزلہ ښځو او کورنيو سيمہ ايز اقتصاد کې  مثبت بدلون راوستل د پروژي د کلیدی پروژہ دہ.

د ځنګلونو بیا رغول پہ بومي شکل او د چاپيریال ښہ والی  د CCAP د مہمو فعالیتونو څخہ شمیرل کیږي.

زیربنا

د CCAP پروژہ د بلخ، ہرات، پنجشیر او اروزګان ولایتونو کي د اوبو د ذخیرہ کولو ظرفیت پیاوړتیا، د وچکالیو پہ وړاندي چمتووالی، د اوبو ضایع کیدو څخہ مخنیوی او د ځمکني اوبو ډیرول يي د سترو موخو څخہ دي  دا زیربناوي د کرہنیزو تولیداتو او د اقلیم بدلون لپارہ د لیوالتیا پہ ښہ کولو کې اغیزمن دي. دغہ زیربناوو کې د اوبو ویالي، د اوبو ذخیري، د کاریزونو کیندل، استنادي دیوالونو جوړول شامل دي.

لاستہ راوړنې

پہ بلخ، ہرات، ارزګان او پنجشیر ولایتونو کي 22 استنادي دیوالونو جوړول

16 نوي د اوبو ذخیری جوړول

26 آبګردانہ جوړول

د 25 ویالو او کاریزونو رغول

د ۲۲ شنو خونو جوړول

۶۳۹۵۱ تنہ ګټہ اخیستونکي

د ۵۰ کورنی باغچو جوړول پہ ارزګان ولایت کي

پہ ارزګان ولایت کي د لبیاتو د تولید او پروسس مرکز جوړول

پہ پنجشیر ولایت کي د ۱۵۰ تنو لپارہ د میوو د پروسس مرکز جوړول

د ۶۰ تنو ښځو لپارہ د لاسی صنایعو پہ برخہ کی د کاری فرصوتونو برابرول

د ارزګان پہ ولایت کي د مربا او ترشی د تولید او پروسس مرکز جوړول

دا پروژه ختمه شوې ده.