زیانمنو مالدارانو سره د مرستې په پار د کرنې وزارت او هالند کمېټې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۹ - ۱۳:۱۸
زیانمنو مالدارانو سره د مرستې په پار د کرنې وزارت او هالند کمېټې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

۱۹ غویی ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د هالند کمېټې ترمنځ، زیانمنو مالدارانو سره د مرستې په پار هوکړه لیک لاسلیک شو. دا هوکړه لیک نن د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي او افغانستان لپاره د هالند کمېټې DCA اجرایي مشر ډاکټر ریمونډ بریسکو له خوا لاسلیک شو.
ډاکټر انوارالحق احدي وایي، چې ددې هوکړه لیک پر بنسټ زیانمنو مالدارانو په ځانګړې توګه هغو کوچي مالدارانو سره چې د کرونا وبا له وجې زیانمن شوي دي، د۱۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته کېږي. ښاغلی احدي زیاته کړه، چې دا پیسې د کرنې د پراختیا نړیوال صندوق «IFAD» له خوا تمویلېږي.
د کرنې وزیر په ټکو ددې مرستې له لارې د هېواد په یوشمېر سیمو کې پر مالدارانو زر مټریک ټنه د څارویو خوراکي توکي وېشل کېږي او د څاریو ۱۵ نوي کلینیکونه هم جوړېږي.
دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزیر وویل، که څه هم دا لګښت د پام وړ لګښت نه دی، خو د مالدارانو پر وضعیت به مثبتې اغېزې ولري.
انوارالحق احدي دغه راز وویل دکرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې په هېواد کې د مالدارۍ د وضعیت ښه کولو په پار ستره برنامه په لاره واچوي. هغه وویل، چې د مالدارۍ په برخه کې د «NHLP» پروژې په څېر د یوې پروژې په لاره اچولو لپاره کار روان دی او د تمویل لپاره یې د اسیایي پراختیایي بانک سره هوکړه شوې ده.
په همدې حال کې د کوچیانو د چارو د همغږۍ کمېټې رییس حبیب الرحمان؛ زیانمنو مالدارانو په ځانګړې توګه مالدارو کوچیانو سره د کرنې وزارت او هالند کمېټې مرستو څخه د خوښي ترڅنګ وویل، کوچیان هغه پرګنې دي، چې تر ټولو زیات اغېزمن کېږي. هغه زیاته کړه، چې دکرنې وزارت د کوچیانو وضعیت او شرایطو په پار لازم مالومات او اطلاعات لري، په همدې موخه هغه تمه لري، چې کوچیانو لپاره چوپړتیاوې زیات شي.
دغه راز په افغانستان کې د هالند کمېټې اجرایي مشر ډاکټر ریمونډ بریسکو وایي، چې زیانمنو مالدارانو سره د مرستې دا برنامه په ګډه ددې کمېټې او د کرنې وزارت اړوند د «کلپ» پروژې له خوا پر مخ وړل کېږي. ښاغلی بریسکو وویل، چې د کرونا وبا پر ټولو صنایعو او کارونو اغېزې کړي دي، خو مالداران او په لرو پروتو سیمو کې بېوزلې کورنۍ یې ډېر زیانمن کړي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت