د بند امیر د زرغونتیا د طرحې پلی کېدل پیل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۱۱:۲۳
د بند امیر د زرغونتیا د طرحې پلی کېدل پیل شو

۱۴ غویی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د بند امیر ملي پارک د زرغونتیا د برنامې د پلي کېدو لړۍ پیل کړ.
د کرنې وزارت په پام کې لري، چې د بېلابېلو نیالګیو د اېښودو او د ډول ډول علوفې تخمونو د کر له لارې د بند امیر سیمې زرغون کړي.
د کرنې وزارت ددې طرحې د پلي کېدو په پار چې د ولسمشر له خوا وړاندیز شوې د ه بامیانو ته پلاوی استولی دی. یاد پلاوی ددې ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره د بند امیر د اړوندو سیمو د زرغونتیا جزییات شریک کړي دي.
د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو لوی رییس رفیع قاضي زاده وایي، چې د بند امیر د زرغونتیا برنامه، اته کلنه برنامه ده او ددې طرحې د لومړنیو چارو د تر سره کولو په پار د کرنې وزارت سږکال ورته ۴۰ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې ده.
رفیع قاضي زاده وویل، چې د صنعتي لرګیو د تولید په پار ژر رس او دېر رسه ونې کېنول او دغه راز د بند امیر اړوند په ۱۴ زره هکټاره ځمکه کې د ځنګل احداث، د آب رېزو تنظیم او په څلور زره هکټاره ځمکه کې د علوفې او نورو بوټو د کښت له لارې د خاورې او اوبو ساتل په دې طرحه کې شامل موارد دي. د طبیعي سرچینو لوی رییس وویل، چې په ټولیزه توګه د بند امیر اړوند ۱۷ زره شاړې ځمکې په زرغونو سیمو بدلېږي.
رفیع قاضي زاده وایي، چې دا طرحه به په اتو کلونو کې پلي شي او د پلي کېدو په پار یې څه باندې ۳۰ میلیون ډالر په پام کې نیول شوې ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر دې وړاندې هم کورنیو او بهرینو ګرځندویانو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار د بند امیر د ناستې ځایونه، د پلي تګ لارې او سړکونه رغولي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت