هېواد کې د نږدې ۹۰۰ زره ټنه کچالو تولید

mail-admin
هېواد کې د نږدې ۹۰۰ زره ټنه کچالو تولید

۱۲ غویی ۱۴۰۰
د افغانستان د کچالو له کروندو څخه تېرکال نږدې ۸۵۵ زره او ۳۹۵ مټریک ټنه کچالو راټول شوي دي.
د کچالو ډېری کروندې د بامیان، میدان وردګ، لوگر، غور، هرات، فراه، بغلان، بلخ، فاریاب، جوزجان، ننگرهار او کندز په ولایتونو کې دي. تېر کال په ۵۳ زره او ۶۷۴ هکټاره ځمکه کچالو کرل شوې وه.
کچالو د هغو سبو له ډلې ده، چې ډېر مینه وال لري. د کرنې د برخې متخصصینو د هلوځلو په پایله کې د کچالو په کمیت، کیفیت او بیې کې د تېر په پرتله خورا بدلونونه رامنځته شوي دي. اوسمهال د کابل په ښار کې د یو من کچالو بیه له ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانۍ ده. د کرنې وزارت په ټول هېواد کې د کچالو ساتنې لپاره زرګونه صفر انرژۍ سړې خونې جوړ کړي دي، ترڅو بزګران ورڅخه ګټه پورته کړي، چې ورسره د کچالو بیه کې بدلون او د بازرا بیه هم کنټرول شیي.