په ۱۴ ولایتونو کې د اوبولګولو د ۱۲۷ شبکو رغنیزې چارې پیل شوې

content_admin
په ۱۴ ولایتونو کې د اوبولګولو د ۱۲۷ شبکو رغنیزې چارې پیل شوې

۶ غویی ۱۴۰۰
د اوبو او برېښنا په اوونۍ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د اوبولګولو د ۱۲۷ شبکو رغنیزې چارې پیل کړې.
دا شبکې د ننگرهار، کونړ، لغمان، بلخ، کاپیسا، هرات، پکتیا، تخار، سمنگان، بغلان، لوگر، پروان، کابل او کندز په ولایتونو کې جوړېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو رییس او ویاند اکبر رستمي وایي، چې ددغو شبکو په جوړېدو سره، ۵۳ زره او ۷۰۷ هکټاره ځمکه د خړوبولو تر پوښښ لاندې راځي.
ښاغلی رستمي زیاته کړه، چې ددغو شبکو په جوړېدو سره، د یادو شبکو تر پوښښ لاندې ځمکو کې ۲۰ تر ۳۰ سلنه د اوبو د ضایعاتو مخه نیول کېږي او په همدې کچه د کروندو حاصلات هم زیاتېږي.
د کرنې وزارت د اطلاعاتو رییس او ویاند وویل، چې ددغو شبکو د جوړولو په پار یومیلیارډ او ۳۸۲ میلیون او ۸۵۵ زره او ۹۸۳ افغانۍ په پام کې نیول شوي دي، چې لګښت یې د نړیوالوال بانک «WB»، اسیایي پراختیایي بانک «ADB» او «IFAD» له خوا ورکول کېږي.
د اوبولګولو د یادو شبکو په جوړېدو سره، د کرنیزو اوبو مدیریت ښه کېږي او دغه راز د کارموندنې او د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړېږي. د افغانستان د دولت له برنامو څخه یو هم د اوبو مدیریت دی، چې تر دې دمه په دې برخه کې د دولت له خوا ارزښتناک ګامونه اخیستل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کرنې وزارت له خوا د اوبولګولو د پروژو په پلي کېدو سره، تېرکال څه باندې ۹۷ زره هکټاره ځمکه تر کرکېلي لاندې راغله.