د معلوماتو مرکز او برېښنايي ارشيف څخه د کرنې وزير ليدنه

content_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۱۶:۵۴
د معلوماتو مرکز او برېښنايي ارشيف څخه د کرنې وزير ليدنه

۴ وری ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزير ډاکټر انوار الحق احدي د اطلاعاتو بانک (برېښنايي ارشيف)، د رياست دفتر او د معلوماتو مرکز"Data center" شعباتو څخه ليدنه وکړه.
ددې ليدنې موخه د يادو برخو د چارو د ښه والي په موخه د ستونزو ارزونه او د اړتياوو په ګوته کول وه.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير د يادو برخو له چارواکو څخه د ستونزو، اړتياوو او د چارو دښه کېدو د زمينو په هکله پوښتنه وکړه.
دکرنې وزير د اسنادو او معلوماتو ډيجيټل کول او خپرول د روڼتيا تامين او فساد سره د مبارزې په پار اغېزناک وبلل او سپارښتنه يې وکړه، چې ددې وزارت د اطلاعاتو بانک دې تر پخوا لا ډېر پياوړی شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۸:۴۸
Background image

پکتیکا کې د جلغوزیو د لس سلنې محصول د راټولولو بهیر تر څارنې لاندې دی

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي، د پکتیکا د کرنې ریاست د جلغوزیو د ودې او پراختیا له عمومي مدیر سره یوځای د سروبي، ارګون او. . .

بازگشت