پسرلی نوې هیلې او نوې مسوولیتونه

content_admin
پسرلی نوې هیلې او نوې مسوولیتونه

د ژوند په اوږدو کې دزمان بله پاڼه واوښته، کال بدل شو، طبعیت د خپل درانه ژمني له خوبه راویښ شو او د هیلو غوټۍ په سپړیدو شوې.

څرګنده ده، چې په موسمونو کې تر ټولو ښکلی او په زړه پورې موسم پسرلی دی چې ځان سره نوې هیلې، امیدونه او بدلونونه راوړي، پسرلی د کار او کسب، ښکلا، ګل او بلبل سره تړلی موسم دی. پسرلی دی چې خلک د آبادۍ، سوکالۍ، کار او ژوند په لور وربولي، د نوي کال او نوي ژوند د پیل کېدو زیری راوړي. د پسرلي راتلو ته هر څوک هوسېږي او خوشالېږي، د ژمي سړې او اوږدې شپې تېرې شي، خلک له بندو خونو د باندې تازه هوا کې د خوښۍ ساه واخلي، د مرغانو د اوازونو او د ګلونو د نندارو خوند اخلي. ونې بوټي او چمنونه زرغون شي، هر چېرې د طبیعت ښکلا او ځلا تر سترګو کېږي.

خو د پسرلي په دې ښکلي موسم کې زموږ مسوولیت څه دي، له دې موسم څخه باید څنګه ګټه پورته کړو؟

موږ ته په کار ده، چې د الله تعالی د هر راکړي نعمت شکر ادا کړو، خپل هېواد او ټولنه پخپلو مټو او زیار نوره هم رنګینه او بډایه کړو.

ونې، بوټي او ګلان وکرو، د خپلو خلکو او خپلو ځانونو لپاره دا وطن اباد کړو. د دوړو، ګردونو او بارودو بوی د ګلونو په معطرو وږمو ورک کړو، هم به مو روغتیا ته ګټه وي او هم به مو زړونه او ذهنونه خوشاله وي.

زه چې، کله هم ګلان، ونې او زرغون چاپېریال وینم نو ماته دا شعر رایاد شي.

درې اشیا لرې کوي د سړي غم

شنه ګیاه، جاري اوبه، مخ د صنم

که موږ خپله د ابادۍ لپاره هڅه ونه کړو، هېڅوک به هم زموږ هېواد راته آباد او جوړ نه کړي.

چې داسې ده نو راځئ په ګډه د ابادۍ او رنګينۍ لپاره مټي ونغاړو، چې په هېواد او خزان وهلو وګړو مو تل پاتې پسرلی راشي.

پخوا به خلک په خپلو ډېرو کمو عوایدو نیالګي رانیول او بیا به یې د کاریزونو او چینو سره پر تللیو لارو ایښودل چې خلک او مرغان یې مېوه وخوري، یا یې مسافر سیوري ته دمه شي او ثواب یې دوی ته ورسي.

دوی به ویل چې دا صدقه جاریه ده، هر څوک چې تر هره وخته ګټه ترې اخلي، ثواب یې د دوی کیږي.

پخوا به خلکو په غریبۍ کې هم ثواب ګاټه او هم به یې د خپل کلي او ولس په ښکلا او ابادۍ کې برخه اخیسته. موږ ته هم په کار ده چې د خپلو میندو او پلرونو په لارو لاړ شو، ونې او نیالګي وکرو او ترې څارنه اوساتنه وکړو.

د نیالګیو اېښودو وخت محدود دی، خو څارنه او ساتنه یې تل پاتې دندې چې موږ یې باید ترسره کړو او د طبیعت په ښکلا کې ونډه واخلو.

د نیالګیو اېښودل او ساتل، د ژوند اصلي ستنې دي. په ګډه باید داستنه پیاوړې او ځواکمن کړو ترڅو ژوند ډېر ژر پای ته ونه رسېږي.