د یوې پروژې پای: د کرنې او بازارموندنې په برخه کې د اروپایي ټولنې د پروژو د پایلې راپور

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۶ - ۱۵:۵۵
د یوې پروژې پای: د کرنې او بازارموندنې په برخه کې د اروپایي ټولنې د پروژو د پایلې راپور

۱۶ کب ۱۳۹۹
د اروپایي ټولنو اړوندو پروژو چارواکو د کرنې د پراختیا او کلیوالي بازارموندنې په برخه کې د یادې ټولنې اړوندو پروژو د لاسه ته راوړنو په هلکه راپور وړاندې کړل.
یاد راپور نن د کابل په هوټل کې، د بزګرانو د حاصلاتو زیاتوالي، د محصولاتو د کیفیت او کمیت او دغه راز د EU-FARM پروژې د فعالیتونو په هکله وړاندې شوه.
ددې کنفرانس په پیل کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله‌غفوري وویل: «موږ هلې ځلې کوو چې ترویجې او د عامه پوهاوي فعالیتونه ډېر کړو، له اروپایي ټولنې، نړیوال بانک او اسیایي پراختیایي بانک څخه مننه کوو، چې د کرنې سکټور په بېلابېلو برخو کې له موږ سره همکار دي. بزګرانو سره د همکاریو، د بېوزلۍ د کچې ټیټېدا، له وچکالۍ څخه مخنیوی، د کرنیز ځنځیري ارزښ لوړل، د اقلیم بدلون، د کرنیزو تولیداتو زیاتوالی، بازارموندنه او د بزګرانو د محصولاتو د کیفیت د ښه والي په برخه کې د یادو بنسټونو همکارۍ اغېزناکې وې او ددې اړتیا شته چې لا ډېر شي.
له دغو فعالیتونو څخه یو هم EU-FARM پروژه ده، چې د اروپایي ټولنې له خوا تمویل او تاسو ددې پروژې له فعالیتونو برخمن شوي یاست. اړتیا ده، چې ډېر کار ووشي او ملاتړ ادامه پیدا کړي.»
ښاغلی غفوري د یاد کنفرانس له ګډونوالو وغوښتل چې خپلې طرحې او نظرونه شریک کړي، ترڅو راتلونکو برنامو کې په پام کې ونیول شي.
دغه راز په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازی ان رپیما، د کرنې او بڼوالۍ د ارزښت په هکله خبرې وکړې. هغه وویل: «اروپایي ټولنه تر راتلونکو اوو کلونو پورې د کرنې سکټور ملاتړ ته ژمن دی. د کرنې په برخه کې همکاریو ته چمتو یو، ددې اړیتا لیدل کېږي، چې باید د کمیت، کیفیت او بازارموندې او دغه راز د بزګرانو او د کرنې سکټور کارپوهانو سره لا ډېر کار ووشي.»
هغه زیاته کړه، اړتیا ده، چې بزګرانو ته باید روزنه ورکړل شي، ترڅو ملي او نړیوالو مارکېټونو غوښتنې تشخیص کړي، دوی سره باید تخنیکي همکارۍ ووشي او د خلکو په غوښتنه باید خپل محصولات چمتو کړي. د اروپایي ټولنې استازی دغه راز وویل، چې په یادو برخو کې هر اړخیزو همکاریو ته چمتو دی او د یادو پروژو پلي کېدل د سولې، امنیت، ځنځیري ارزښت، اقتصادي پیاوړتیا او د خلکو د دیووالي په برخه کې رغنده رول لري او اروپایي ټولنه په یادو برخو کې د کرنې وزارت سره هر اړخیزې مرستې کوي.
د اروپایي ټولنې پروژه EU-FARM  د همغږیو ایجادولو او د کرنیزو تجربو د شریکولو په پار د پلي کېدو په حال کې ده، او د اروپایي ټولنې او د المان دولت د همکاریو دفتر له خوا تمویلېږي.
افغانستان لپاره د المان د همکاریود  چوپړتیاوو نړیوالې ادارې استازی GIZ وویل، چې یاده موسسه د همکاریو تداوم ته چمتو ده. هغه وویل: «یاده پروژه خپل فعالیت په ۲۰۱۶ام کال کې پیل کړ، موږ د خوړو ځنځیري ارزښت د ملاتړ په برخه کې کار کوو. موږ اوږدمهال همکاریو ته ژمن یو او په دې هڅه کې یو چې سیمه ییز تړون رامنځته کړو. خوښ یو چې ددې پروژې برنامې په بریالیتوب سره پلي شوي دي.»
دغه راز یوشمېر هغو بزګرانو چې د هرات، بلخ او ننګرهار له ولایتونو څخه په دې کنفرانس کې ګډون درلود د دوی په استازيتوب هم یوشمېر یې خبرې وکړې او د ملاتړ او همکاریو د دوام غوښتونکي شول.
ددې کنفرانس په پای کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري وویل: «د ټولو نهادونو له مالي او تخنیکي همکاریو مننه کوو. هلې ځلې کوو، چې بزګرانو، بڼوالو او مالدارنو سره لاډېرې مرستې او همکارۍ وکړو. د تشکیل پر جوړولو کار کوو، چې د سیمه ییزو کارکوونکو شمېر ډېر کړو  او لا ښه تشکل جوړ کړو، په همدې موخه د مرکز یوشمېر کارکوونکي ولایتونو ته لېږو تر څو د سمې په کچه د ترویج په برخه کې له بزګرانو سره کار ووشي.»
د EU_FARM پروژه د ښې حکومتوالۍ، د معلوماتو ښه مدیریت، او د بزګرانو د ملاتړ په پار هرات، بلخ، ننگرهار، کندهار، هلمند، دایکندي، پنجشیر، کاپیسا، لغمان، هلمند او وردګو په ولایتونو کې پلي شوې ده، چې زرګونه بزګران ورڅخه برخمن شوي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۸:۴۸
Background image

پکتیکا کې د جلغوزیو د لس سلنې محصول د راټولولو بهیر تر څارنې لاندې دی

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي، د پکتیکا د کرنې ریاست د جلغوزیو د ودې او پراختیا له عمومي مدیر سره یوځای د سروبي، ارګون او. . .

بازگشت