زعفران د کرنې نوې څېره: له موخې څخه اووه ټنه زیات

mail-admin
زعفران د کرنې نوې څېره:  له موخې څخه اووه ټنه زیات

دهقان (بزګر) اوونیزه / د بزګر خبرې
نږدې پنځه کاله وړاندې د افغانستان د زعفرانو ملي طرحه د کابینې له خوا تأیید شو او د کرنې وزارت د زعفرانو د ودې او کاروبار د غوړېدا په پار خپلې چارې پیل کړې، چې د یادې طرحې پلي کېدل، تل د زعفرانو د حاصلاتو د زیاتوالي لامل شوی دی.
د کرنې وزارت ددې طرحې د عملي کولو لپاره درې برنامې، لنډمهاله، منځ مهاله او اوږدمهاله برنامې تدوین او پلي کړ او د وزارت په اډانه کې یې یوه ځانګړی ټیم جوړ کړ، چې ددې طرحې د پلي کېدو د چټکتیا لامل شو.
ددې ملي طرحې پر بنسټ، ټاکل شوې وه، چې د ۲۰۱۶ام کال د جون له ۱۲ نېټې څځه تر پنځو راتلونکو کلونو (۲۰۲۱)، د طرحې د پلي کېدو تر بشپړېدو د زعفرانو تولید له ۳.۵ ټنو څخه ۱۴ ټنو ته ورسېږي او عواید یې هم د پام وړ زیاتوالی ولري. د کرنې وزارت په ډېر چټکتیا سره په دې طرحه کار وکړ. نن چې ددې طرحې له تصویب څخه څه کم پنځه کاله تېرېږي، افغانستان خپل تولیدات ۲۱ ټنو ته چې د ۲۰۲۱ ام کال لپاره له ټاکل شوې موخې څخه اووه ټنه زیات دي رسولی دی.
اوس د وروستیو شمېرو له مخې، په روان کال کې د زعفرانو د تولید کچه ۲۱ ټنو ته رسېدلی دی.
هېواد کې په ترویجې او تولیدي ډول سږکال، اووه زره او ۹۰۰ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوي دي او د تېرکال په پرتله د تولید کچه یې څه باندې پنځه سلنه زیاته شوې ده؛ دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په نږدې شپږ زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوې وه، چې د تولید کچه یې څه باندې ۱۹ ټنو ته رسېدلې وه.
د افغانستان د زعفرانو د تولید لوی لاملونه، د زعفرانو د کرکېلي د سیمو زیاتوالی، د کرنې وزارت چوپړونه لکه، بزګرانو ته روزنه ورکول، د زعفرانو ښه کیفیت لرونکي پیازو وېش، کاري توکې وېشل او بزګرانو ته د زعفرانو ننداریزې کروندې جوړول دي.
شمېرې ښیې، چې سږکال د افغانستان زعفران کارانو له خپل کاروبار څخه څه باندې ۲۸ میلیونه ډالر ترلاسه کوي.
هرکال، د افغانستان لسګونه نمونې تولید شوي زعفران، د کیفیت معلومولو په پار، په معیاري او اسټانډاردو لابراټوارونو کې تر ازموینې لاندې نیول کېږي، چې په پایله کې یې کیفیت له نړیوالو اسټانډارډونو څخه لوړ ثابتېږي. ددغو ازموینو په پایله کې، په څو وروستیو کلونو کې پرله پسې افغانستان د نړې تر ټولو غوره کیفیت لرونکي زعفران تولیدوي.
د کرنې وزارت له خوا د زعفرانو دودې په پار د بریالیو پروګرامونو پلي کول، ددې محصول د کیفیت له پلوه افغانستان د نړۍ لوړ مقام ته رسولی دی. دغه راز افغانستان د نړۍ دزعفرانو له عمده تولیدوونکو په ډله کې راغلی دی.
دا د نوې افغانستان له خوا نوې ترسیم شوې او جوړې شوې حقیقتونه دي. هغه افغانستان، چې دخپل کرنې او اقتصاد د ودې په پار هلې ځلې کوي او هڅه کوي، چې ورو ورو د جګړې او تریاکو کرغېړنه لکې له خپلې څېړې لرې کړي. افغانستان کولی شي، چې په دې لار کې ډېر ویاړ تر لاسه کړي. ټولو خلکو او حتا نړیوالو ته منلی او د نویو فصلونو افغانستان ترسیم کړي.