لغمان کې له یوشمېر کورني بې ځایه شویو مالدارانو سره اړینې مرستې وشوې

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۹ - ۱۶:۲۶
به شماری از خانواده‌های مالدار بی‌جاشده در لغمان کمک‌های مورد نیاز توزیع شد

۲۹ مرغومې ۱۳۹۹
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند د کلع او کاکڅ سیمو له ۱۲۰ بې ځایه شویو مالدارانو سره اړینې مرستې وشوې
د لغمان دکرنې رییس محمدجمیل خوشحال وایي، ددې پروسې له لارې پر یادو کورنیو د څارویو د ساتنې اړینې توکي، د څارویو خوراکي توکي او ترڅنګ یې پر دوی ۲۵۸ وزې هم وېشل شوي دي.
ښاغلی خوشحال وایي، چې ددې مرستې په لړ کې هرې کورنۍ ته دوه دوه وزې، د څارویو د ساتنې اړین توکي او د څارویو خوراکي توکي ورکړل شوي دي.
دغه مرستې ددې ولایت د مالدارۍ د پراختیا ترڅنګ د بې ځایه شویو کورنیو د ملاتړ او ددوی اقتصادي ودې ته د زمینې برابرو په پار ترسه شوي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۱
Background image

غور کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیلېږي؛ د کرنې وزارت د اراضۍ رییس د چارو پر روڼتیا او دقت ټینګار وکړ

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ، د غور ولایت د څړځایونو د سروې او تثبیت د بهیر د پیل او د اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۸
Background image

میدان وردګو کې د کرنې او مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه پراختیايي او روغتیايي فعالیتونه روان دي

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د دغه ولایت د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې د یوې همکارې مؤسسې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۶
Background image

د پنجشېر د کرنې ریاست د مالي چارو او د عوایدو د زیاتوالي د لارو چارو ارزونه

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ یوه پلاوي، د مالي او اداري چارو د هر اړخیزې. . .

بازگشت