د مالي او اداري معینیت له اړوندو ریاستونو څخه لیدنه: خلکو ته د غوره چوپړتیاوو په وړاندې کولو د کرنې وزیر ټینګار

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۳ - ۱۶:۵۱
دیدار از ریاست‌های مربوط به معینیت مالی و اداری: تأکید وزیر زراعت به ارائه خدمات بهتر به مردم

۱۳مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، نن د کرنې وزارت د مالي او اداري معینیت له اړوندو ریاستونو څخه لیدنه وکړه.
ددې معینیت له اړوندو ریاستونوڅخه د کرنې وزیر د لیدنې پرمهال، د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالهادي رفیعي، د وزارت د یادو برخو د کارونو په هکله مالومات وړاندې کول.
په دې لیدنه کې د کرنې وزیر د مالي، تدارکاتو او اداري ریاستونو کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې خلکو ته غوړه چوپړتیاوې وړاندې کړي.
له یادو ریاستونو څخه په لیدنه کې ښاغلی احدي له کارکوونکو وغوښت، چې د حاضري نظم او د ادارې نورې مقررې دې په ښه توګه رعایت او پلي کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت