د جمهوري ریاست د چارو ادارې د کابینې د چارو د هغږۍ ریاست سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د همغږۍ غونډه

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۳ - ۱۶:۷
جلسه‌ی هم‌آهنگی وزیر زراعت با ریاست انسجام امور کابینه اداره امور ریاست جمهوری

۱۳مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، دخپل کار په دفتر کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې ریاست د کابینې د چارو د همغږۍ رییس وحید حلیم‌یار او اړوندو کارپوهانو سره وکتل. دوی په دې غونډه کې، چې د کرنې وزارت د مقام په دفتر کې په لاره اچول شوې وه، د کابینې د غونډو د تویر پر مکانیسم او د کابینې په غونډو کې د ګډون په پار د سندونو د لېږد پر څرنګوالي اودغه راز د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې د مصوباتو له تحقق څخه د راپور ورکولو د لړۍ د چټکتیا په موخه مفصلې خبرې اترې وکړې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي په دې غونډ کې وویل، چې د کابینې د پرېکړو عملي کول او پلي کول د کرنې وزارت له لومړیتوبونو څخه دی او یاد وزارت دغه پرېکړې په بېړه عملي کوي.
ښاغلی احدي دغه راز وویل، چې د کرنې وزارت تر دې دمه د کابینې د مصوباتو د تحقق په برخه کې ښه عمل کړئ دی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۴
Background image

د کرنې وزارت پلاوي د سرپل د کرنې ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړه

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ موظف پلاوي د عوایدو د وضعیت د هر اړخیزې ارزونې، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

بازگشت