«د افغانستان-پاکستان د ترانزیت او سوداګرۍ هوکړه‌لیک د همغږۍ کمېټې» اتمه غونډه اسلام‌آباد کې په لاره واچول شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۹ - ۱۴:۳۷
جلسه هشتم «کمیته‌ی هم‌آهنگی موافقت‌نامه‌ی ترانزیت و تجارت افغانستان-پاکستان» در اسلام‌آباد برگزار شد

۹ مرغومې ۱۳۹۹
د افغانستان-پاکستان د ترانزیت او سوداګرۍ هوکړه‌لیک د همغږۍ کمېټې د غونډو په دوام، د ۱۳۹۹یم کال د مرغومې اتمه د دوشنبې په ورځ د «اپتیکا» اتم تخنیکي غونډه، د پاکستان اسلامي جمهوریت د لومړي وزیر ستر اقتصادي سلاکارۍ او ددې هېواد د سوداګرۍ وزارت په کوربه توب د افغانستان د پلاو په شتون کې، په لاره واچول شوه.
غونډه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر او د پاکستان د لومړي وزیر اقتصادي ستر سلاکار له خوا پیل شوه. وروسته د دواړو هېوادونو پلاوي تخنیکي خبرې اترې پیل کړې، چې د افغانستان له خواو د پلاوي مشري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال ښاغلی حشمت الله غفوري پر غاړه وه. ښاغلی غفوري د «اپتا» هوکړه‌لیک پر جزیاتو خبرې وکړې. وروسته پر یاد هوکړه لیک چې په ۲۰۱۰ام کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوې وه او ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۱ام زېږدیز کال د فبروري په میاشت کې پای ته ورسیږي هر اړخیزې خبرې اترې پیل شوې.
حشمت الله غفوري، چې د افغانستان د پلاوي مشري پر غاړه لري، په خپلو خبرو کې ددې سند پر اهمیت خبرې وکړې او یادونه یې وکړه، هغو ستونزو او تجربو ته په کتو چې د «اپتا» (دافغانستان-پاکستان د ترانزیت او سوداګرۍ هوکړه لیک) د هوکړه‌لیک په لړ کې مو د تېرو لسو کالو په ترڅه کې حس کړي دي، د «اپتا» د نوي هوکړه‌لیک محتویات به له هراړخیزو خبرو اترو او له یو بل سره په ګډه تفاهم چمتو کوو ترڅو د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ستونزې هوارې شي.
د اجنډا پر اساس، د «اپتیکا» غونډې تر دوو نورو ورځو هم غځیږي او ټاکل شوې، چې د غونډو په پای کې د دواړو خواوو پلاوي د «اپتا» د راتلونکې سند پر محتویاتو، د «اپتیکا» د نهم پړاو غونډې د جوړولو پر څرنګوالي او پر جانبي هوکړه لیکونو او پروټوکولونو یوې پایلې ته ورسیږي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان له خوا د پلاوي په اډانه کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سربېره، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د مالیې وزارت، د بهرنیو چارو وزارت، د رېل پټلۍ ادارې، د حرکت ادارې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ټرانسپورت وزارت با صلاحیته استازي ګډون لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۲۳
Background image

د خوست ولایت اسماعیل خېلو او مندوزیو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالی کرنیزو چارو عمومي مدیریت کارمندانو له لوري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۱:۴۶
Background image

غزني کې یوشمېر بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني د کرنې ریاست له لوري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې ۲۰تنو بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۰:۱۴
Background image

هلمند کې د کب روزنې سکټور پراختیا په پار هڅې؛ دکبانو نهه زره بچې روزل کېږي

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
هلمند کې د کب روزنې فارمونه د ودې په حال کې ده او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي او د کبانو. . .

بازگشت