د کرنې وزیر په کابل کې د پاکستان له سفیر سره وکتل: د دواړو هیوادونو ترمنځ د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ وضعیت د ښه کېدو په اړه خبرې اترې

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۷ - ۱۶:۳۴
دیدار وزیر زراعت با سفیر پاکستان در کابل: گفت‌وگو روی بهبود وضعیت تجارت محصولات زراعتی میان دو کشور

۷ مرغومي ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي په خپل دفتر کې د پاکستان اسلامي جمهوریت له سفیر منصور احمد خان سره په کابل کې وکتل. دوی په دې لیدنه کې د دواړو هیوادونو تر منځ د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ په اړه خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، ښاغلي احدي د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول د میوو په فصلونو کې د سوداګریزو اړیکو پر ښه والي سربیره ، ټینګار وکړ چې د میوو په فصلونو او نورو کرنیزو تولیداتو کې باید د دواړو هیوادونو پولې خلاصې وي.
د کرنې وزیروویل، چې وخت په وخت له پاکستان سره د کرنیزو محصولاتو په سوداګرۍ کې ستونزې پیدا کیږي، چې دا مسلې باید تر بحث لاندې ونیول شي او ستونزې باید په دوه اړخیزه توګه حل شي.
دغه راز ښاغلي احدي وویل، چې د ګمرکي تعرفې باید په موسمي ډول تغیر ونه کړي، او دواړه خواوې باید ډیر تعامل ولري ، ځکه چې دواړه هیوادونه د یو بل د تولیداتو بازار جوړوي.
په دې ناسته کې د کرنیزو محصولاتو سوداګرۍ په برخه کې  د پاکستان له سفیر سره هوکړه وشوه، چې ځانګړې موضوعات او  ستونزې د حل لپاره د یوه هئیت وټاکل شي، ترڅو د ګمرکي تعرفې په بیلابیلو کرنیزو موسمونو کې بدلون ونکړي.
د پاكستان سفير په دې لیدنه کې خوشبيني څرګنده كړه چې د دواړو هېوادونو ترمينځ تجارتي اړيكې به وده او پراختيا ومومي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۴
Background image

د کرنې وزارت پلاوي د سرپل د کرنې ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړه

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ موظف پلاوي د عوایدو د وضعیت د هر اړخیزې ارزونې، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

بازگشت