کندز کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې په بشپړېدو دي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۷ - ۱۶:۳۲
کندز کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې په بشپړېدو دي

۲۷ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې له خوا، چې په دې وروستیو کې دکندز په ولایت کې د ۱۶۹کرنیزو پروژو چارې پیل شوي وې، رغنیزې چارې یې نږدې ۹۲ سلنه بشپړ شوي دي، چې په څو ورځو کې به یې پاتې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دکندز دکرنې رییس عبدالهادي قرلق وایي، چې په دغو پروژو کې د پیازو ۱۰۵ زېرمتونونه، ۶۰ ممیزخونې او د تازه مېوو څلور سړې خونې جوړول شامل دي، چې چارې یې تر ۹۲ سلنه بشپړ شوي دي.
ښاغلی قرلق وویل، چې ددغو پروژو په بشپړېدو سره ددې ولایت بڼوال او بزګران کولای شي، چې خپل کرنیز محصولات په سمه توګه وساتي او په مناسب وقت او مناسبه بیه یې بازار ته وړاندې کړي.
دغه پروژې، چې دکندز ولایت د مرکز ترڅنګ ددې ولایت په امام صاحب، دشت ارچي، چهاردرې، خان اباد، علي اباد او ګل تپې ولسوالیو کې پلي کیږي، ټولیزلګښت یې څه باندې۸۵ میلیونه او۵۹۹ زره او۸۱۷ افغانۍ ده، چې ۹۰ سلنه یې د کرنې وزارت او لس سلنه نور یې برخمن شوي بزګران ورکوي.
یادې پروژې دکرنیزومحصولاتومدیریت، د بڼوالو او بزګرانو د محصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو په پار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لورې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې پلي شوي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۳۶
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چرګانوپالنې په سکتور کې پر ځان‌بسیاینې ټینګار وکړ

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د چرګانوپالنې سکتور له فارم‌لرونکو او سوداګرو سره په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۳۱
Background image

هلمند کې د درېیو زهکشۍ کانالونو د پاکولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د لښکرګاه ښار د بولان سیمې او د ګرشک او سنګین ولسوالیو اړوند د درېیو زهکشۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د کرنیزو زېربناوو د پراختیا ۱۹ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د میدان وردګو د کرنې ریاست وایي، چې د دې ولایت د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د کرنیزو زېربناوو د پراختیا، د اوبولګولو د سیستمونو. . .

بازگشت